مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تياره تصوير


ته چي په نيمه شپه كي غلې غلې
زما د خيالونو تر جنته راځې
او زمولوې تازه تازه ګلونه
د پښو آواز دي نه وي
خو له تصويره دي تيارې را اوري
زما د زړګي دپاره خپله سينه
تنګه سي، توره سي، اغزي اغزي سي
په رېږدېدلو لاسو
موږم بې واكه، ترهېدلي، خوبولي سترګي
ستونى مي ډك سي
وايمه چيغي كړم ګرېوان وشلوم
په خيال كي وينمه تصوير د جانان
چي له سرو شونډو يې څك څك راځي كوټلي ويني
زه لېونى خو نه يم
كه نه دا څوك يې چي دي نه پېژنم
او ته مي هره شېبه
د تنهايي رنګين رنګين خيالونه
د مرګ او وير په چيغو وتوروې
ويرجينيا 1994/28/2
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery