مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د نغمې قبر


ما به ګرېوان په سړاوه اوښكو مي اور واخيست
لمبو يې زور واخيست
ما هغه اور نه و وژلى چي يې نور واخيست
لمبو يې زور واخيست
رويباره پوه سوم چي مي ښار د هستېدلو نه دى
زما د ليدلو نه دى
د ژوند خيرات مي نور د چا د قبلېدلو نه دى
د اخيستلو نه دى
ما لېونتوب ته په پردۍ كوڅه كي اور واخيست
لمبو يې زور واخيست
چا ويل اوس هلته ياران پر شمع نه ټولېږي
پروانې نه سوځيږي
اوس د ساقي له پيالو رنګ د مستۍ نه پاڅيږي
ځواني يې نه نڅيږي
د تورو شپو اجاره دار له ورځو شور واخيست
لمبو يې زور واخيست
چا ويل نور د مطرب ګوتو كي شهباز نسته
ژبه د ساز نسته
شرنګ د نغمې شور د بلبل د راز و نياز نسته
د چا آواز نسته
وايي برات له جنازې څخه پېغور واخيست
لمبو يې زور واخيست
نور پر سوركيو شونډو ځواني نغمې نه خوځېږي
رنګونه نه بهېږي
له خزانونو تښتېدلي مرغۍ نه ستنېږي
ګلونه نه غوړېږي
وايي مليار يې له كوڅې څخه نسكور واخيست
لمبو يې زور واخيست
نور د آدم نغمو ته شپې د درخو نه سپينېږي
نكلونه نه ويښېږي
د چندڼي رباب له شوقه پردې نه څيرېږي
افسانې نه جوړېږي
د بزم شمعي له تيارې كفن په پور واخيست
لمبو يې زور واخيست
نور مي د هيلو په كوګل كي شمعي نه بلېږي
خوبونه نه تخنېږي
د خيال وزري د جانان غېگږي ته نه غوړيږي
يادونه نه مسېږي
راته تقدير كور د توپان پر اوږو سپور واخيست
لمبو يې زور واخيست
نه پر ګودر باندي پېغلوټي نه منګي دي كتار
نه څوك د چا انتظار
نه جهاني ستا د سندرو هلته سته خريدار
نه دي آواز دى په كار
ما ځوانيمرګو ارمانونو لره ګور واخيست
لمبو يې زور واخيست

ويرجينيا 1996/5/20
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery