مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

د بڼو پر څوكه ژوند دى پاتېدلاى سم كه نه سم
لكه اوښكه پر باړخو دي رغړېدلاى سم كه نه سم
د سركښي ځوانۍ باز مي په رضا دام ته درلوېږي
پټ په خيال كي دي په زلفو زنګېدلاى سم كه نه سم
د پردۍ نشې مستي ده چي په سترګو كي يې وينئ
شپه لا ځوانه ده يارانو نور چښلاى سم كه نه سم
د اجل قاصد راغلى د ځوانۍ پولي ته پرېووت
وايه بيا دي نرۍ شونډي مچولاى سم كه نه سم
د تقسيم په آينه كي ځان ته ګورمه تا وينم
د تقدير له ځنځيرونو خلاصېدلاى سم كه نه سم
ستا محفل كي شمع نسته زما وزري لمبې غواړي
دا يو څو خاموشي چيغي دلېږلاى سم كه نه سم
چا پرون راته ويله چي شهباز خاورو ته سپارې
د مستۍ په هديره كي نڅېدلاى سم كه نه سم
دوږخي خيالونه مړه سول جنازې يې اوښكي يووړې
څه دي رايه ده زاهده سوځېدلاى سم كه نه سم
د مورچل د پېغور غشو دواړي سترګي را ړندې كړې
پښتنې نور دي پلو ته در كتلاى سم كه نه سم
د ځوانۍ مستي شېبې مي د ديدن سراب الوۍ كړې
په كوڅه كي دي جانانه ښخېدلاى سم كه نه سم
هسكه غاړه د غرور مي د تسليم په توره پرې كړه
جهاني دي اوس قدم ته پرېوتلاى سم كه نه سم

واشنګټن ډي سي 1996/12/11


دا ميكده په نڅېدلو ارزي
ساقي دا جام دي په چښلو ارزي
چي لېونتوب ته عقل وتخنوي
دا زولنې په شرنګېدلو ارزي
چي زړه ته خيال د سركو شونډو راوړي
دا شنې پيالې په تشولو ارزي
چي توروي د كوڅې كاڼي شګي
دا سوي چيغي په وهلو ارزي
چي يې كيسې د ميني تخم كري
هغه وزر په سوځېدلو ارزي
د كوه طور د لاري ستړى نكل
جانانه ستا په اورېدلو ارزي
ستا له خوږو خوږو پلمو وګرځم
وعدې دي ټولي په منلو ارزي
ستا په جلوه د سوځېدو په اميد
ژوندون په تمه تېرولو ارزي
چي جنازه مي ستا كوڅې ته دروړي
دا انتظار خو په كولو ارزي
مرګه ايله اوس يې په قدر پوه سوم
دا توري شپې په سپينولو ارزي
چي جهاني د جانان غېږي ته وړي
هسي خوبونه په ليدلو ارزي

واشنګټن ډي سي
1997/16/11


د جانان په تور اغيار نيولى ښه يم
ستا محفل كي لكه خار غندلى ښه يم
ما ته مه ښيه نخرې د پاړوګانو
زه د تورو زلفو مار چيچلى ښه يم
د سجدې تمه به نه كوې نمروده
زه خليل يم په انګار سوځلى ښه يم
زما يوسفه سر مي زر ځله در جار سه
په بازار كي خريدار منلى ښه يم
كاڼي مه راته راښكاره لېونتوبه
د دې ښار څخه هوښيار وتلى ښه يم
چي اوبه مي د اغيار په كوثر نه كې
په سراب كي انتظار وژلى ښه يم
زه يې پېژنم رقيب دى طبيب نه دى
مرهم ليري كه پرهار خوړلى ښه يم
د بدمستو له مستيه مي زړه شين دى
انجمن كي دي خمار وهلى ښه يم
جهاني ته لاري مه ګوره د تېښتي
زه د حق په نوم پر دار ختلى ښه يم

ويرجينيا 1997/ډسامبر 20


جانانه زړه مي ستا كوڅې ته له در تلو صبر سو
ستا په انګړ كي مي تندى له لګېدو صبر سو
زما له زلميو ورځو ولي كساتونه اخلې
بوډى زاهد په سپينه ږيره له توبو صبر سو
چي دي محفل كي له پانوسه لمبې وشړلې
پتنګ تياره كفن كوي له سوځېدو صبر سو
چي جنازه دي د مطرب له كوره پورته كړله
شهباز نرى فرياد كوي له شرنګېدو صبر سو
اوس مي د ښار په دروازو كي كاڼي نه پېژني
عقله راځه چي لېونتوب له زولنو صبر سو
نور به مي سيورى د رقيب توري ته نه وي ولاړ
كيسه مي هېره كه زما نكل دي له شپو صبر سو
زه دي له ښاره جهاني رنګه راووتلم
ستا په مالت كي مي آواز له خپرېدو صبر سو

ويرجينيا 1998/16/5


چي ګوندۍ ته مي راغلى د غرور دى
دا فلك لكه چي زما سره تربور دى
چي سجده يې د غرور له زور تښتي
نن له هسكه ګدايي كوي مجبور دى
څه لمبې لمبې نارې وهې آسمانه
دا وطن چي پيدا سوى دى تنور دى
دلته هره زولانه كي مجنون اوسي
هر آواز چي در رسيږي د منصور دى
يا د دار له سره چيغي پورته كيږي
يا موسى پر كنګره د كوه طور دى
خوني نه يم پښه نيولى چي را نه سې
دا مي لاس د خپل قاتل په وينو سور دى
ستا د توري تر سايې لاندي زمرى سو
رقيب كله دونه نر دونه باتور دى
د رقيب كوثر مي ليري كه له مخي
د رويبار په خوله انګار راته منظور دى
عزراييله لاس دي جار سم مهلت راكه
د رقيب زكندن وينمه ضرور دى
په تسل مي علاج نه كيږي يارانو
چي طبيب مي له كتو څخه معذور دى
جهاني له يوه غشي فرياد نه كړي
دلته هر زخم چي اړوې ناسور دى

واشنګټن 1998/2/9


يوه لحظه دي مخ ته ودرېدم خداى په امان
پردېسو هيلو ته مي وژړېدم خداى په امان
زه لكه اوښكه بيا مي تمه د راتللو نسته
پر ښايسته باړخو دي ورغړېدم خداى په امان
كه مي غرور كه مي ځواني وه نذرانه مي كړله
پښو ته دي ولوېدلم و رژېدم خداى په امان
ستا د شغلې بلاګردان سوم د پتنګ په رسم
تر سر دي وګرځېدم وتپېدم خداى په امان
ستا د نامه مينه مي وكرل د مرګ تر پولو
د دار په پړي درته ونڅېدم خداى په امان
پر سر مي بلي كړې لمبې چي لاري وركي نه كم
چېرته پردي ولات كي وسوځېدم خداى په امان
زه د ګلونو په بستر كي نصيب نه منلم
لكه شبنم درڅخه وغورځېدم خداى په امان
پوه سوم چي نوري مي د پلونو نخښي پاته نه دي
زه لكه سيورى دلته وهستېدم خداى په امان
بيا به مي نوم د چا ماشوم خوبونه نه زنګوي
لكه كيسه له ياده ووتلم خداى په امان
نور جهاني ستا د محفل د يادولو نه دى
يوې برېښنا په شاني وځلېدم خداى په امان

ويرجينيا 1995/2/7
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery