مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلیات

ساقي تشو جامونو ته راځې كه نه راځې
خمارو قسمتونو ته راځې كه نه راځې
شېرينه بهانه ده وعدې ټولي ازلي دي
فرهاده كلنګونو ته راځې كه نه راځې
اغزي دي د تڼاكو رنګولو ته راوزي
مجنونه دې دښتونو ته راځې كه نه راځې
پرون دي پر اوږو باندي خرقه نه ټينګېدله
زاهده نن خُمونو ته راځې كه نه راځې
شګون د بېلتانه دى تيارې وينمه په خوب كي
يوسفه تعبيرونو ته راځې كه نه راځې
پښتو مي له كچكوله سره نه سي ګرځېدلاى
طبيبه پرهارونو ته راځې كه نه راځې
منمه چي ځواني مي په خيرات منظوره نه سوه
رويباره جوابونو ته راځې كه نه راځې
د عقل زنارونه مي تسبيح كړې د شېخانو
جنونه ځنځيرونو ته راځې كه نه راځې
يوازي جهاني د حق په نوم غرغړه كيږي
منصوره سنګسارونو ته راځې كه نه راځې

واشنګټن 1995/ اپرېل


شمع مړه سوه شپه تياره خونه سوه توره
ولي نه وزې پتنګه له دې كوره
قلندر غوندي مي تور په ژړا سپين كړل
د ميرا احوال رانه غى له لاهوره
ما په بيه د جنون دى رانيولى
ته مي څنګه بېروې له هغه توره
تر چارچوبه مي سجدې ورپسي ور وړې
لا هنوز وتلى نه يم له پېغوره
له محفله مي ګيله نسته يارانو
له آسمانه مي كاسه راځي نسكوره
سپيني شپې مي د مزار له ډېوې ښكاري
مرګه ولي نه شرمېږې زما له ګوره
لا زګېروى د جهاني اورېدل كيږي
د خوږمنو مېنه ونه ګڼې توره

ويرجينيا 1998/24/1


علاج د تورو شپو ته مي سبا كله راځې
زخمونه مي ناسور سول مسيحا كله راځې
پر لار د انتظار مي دي لېمه درته فرش كړي
رويباره جوابونو لره بيا كله راځې
په تمه د ديدن مي سپيني ورځي كړلې توري
ړندې مي سولې سترګي په ژړا كله راځې
په نوم دي د تورو مخو غمازانو مركې دي
جرګو ته د خيالونو مي ريشتيا كله راځې
د وصل په وعده دي اوبوم تږي كلونه
د عمر مسافره پر دې خوا كله راځې
د توري تيارې ستوني ته وروستۍ لمبې څڅيږي
د ميني امتحان لره بورا كله راځې
د حق چيغي دي ولي دي په ستوني كي نيولي
منصوره غرغړې سوې نيمه خوا كله راځې
غرور د جهاني مي نذرانه دى درته ايښى
نصيبه پر دې لاره به پخلا كله راځې

واشنګټن ډي سي 1997/20/7


ماتم دى په دې ښار كي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه سوې توري شپې دي چي راځي
دا كاڼي د غضب يوازي زموږ پر كلي اوري
انصاف څه سو آسمانه زلزلې دي چي راځي
د اور د پاسه اور دى سره ورك نه سو جانانه
دا لومي د شيطان دي وسوسې دي چي راځي
پر څه دي سترګي سرې دي ساحل نه دى لا راغلى
لږ صبر سه توپانه لا څپې دي چي راځي
بلبلو باندي اوري آفتونه لكه غشي
پاتا د ترانو ده غلبلې دي چي راځي
سفر دى بدل سوى منزلونه نا اشنا دي
پر تورو رباتونو قافلې دي چي راځي
محفل به رنګين نه كي دا سوځلي وزرونه
د شمعي جنازې ته پروانې دي چي راځي
د عقل بندېوانو د حساب كړۍ ماتېږي
جنون مو مبارك سه زولنې دي چي راځي
د حق د لېونيو نندارې ته ځي وګړي
منصور ميدان ته بيايي غرغړې دي چي راځي
زلمي زلمي كلونه جهاني قبر ته توى سول
د ساندو له كوګله زمزمې دي چي راځي

1997/5/7 واشنګټن ډي سي


چي پانوس له سوځېدو سره اشنا دى
دا پتڼ د دې لمبو سره اشنا دى
زما د خيال وزر ته مه ايږده دامونه
دا يوسف له زندانو سره اشنا دى
چېرته بل وطن كي وكره سېلونه
زما كورګى له نړېدو سره اشنا دى
سل فرهاده يې له هر ګړنګه زيږي
دغه غر له كلنګو سره اشنا دى
له جرسه يې راځي ږغ د پېړيو
دا ربات له قافلو سره اشنا دى
زما د صبر لښكر ولي جنګ ته بولې
دا پلټن له ماتېدو سره اشنا دى
له شهبازه يې لا ولي ساندي غواړې
رباب تش له شرنګېدو سره اشنا دى
پكښي نه سړوي رنګ شهيدي ويني
دا انګړ له جنازو سره اشنا دى
د جلاد رحم ته مه اړوه سترګي
هغه تېغ له دې كتو سره اشنا دى
د آرام ساحل ته لار د خضر نسته
سمندر له توپانو سره اشنا دى
جادوګر آسمانه لومي دي كړې نوي
جهاني دي له دانو سره اشنا دى

واشنګټن ډي سي 1997/27/7


ساقي پياله مي ډكوه كه نه وي ځم درڅخه
خمار مي مه راويښوه كه نه وي ځم درڅخه
زه سيلاني د جمال نه يم لمبې مه سپموه
وزر مي ژر ټكوروه كه نه وي ځم درڅخه
ما ته ازل ستا په كوڅو كي لېونتوب ليكلى
زولنې مه ايساروه كه نه وي ځم درڅخه
زخمونه ستا د نامه ذكر ته پاللي ښه دي
طبيبان مه راخبروه كه نه وي ځم درڅخه
زه ستا د ميني په تور كله چا نيولى نه وم
رقيبان مه پلمه كوه كه نه وي ځم درڅخه
پښتنه مينه مي له سواله سره نه جوړيږي
غرور مي مه را ماتوه كه نه وي ځم درڅخه
د ژوند سراب تږو مزلونو ته راوړى يمه
مرګيه ځان تياروه كه نه وي ځم درڅخه
زه دي د وصل په خوبونو زنګېدلى ښه يم
دا شپه مي مه سهاروه كه نه وي ځم درڅخه
نن جهاني د رقيبانو په سيالي راغلى
دا ځل مي مه آزاروه كه نه وي ځم درڅخه

ويرجينيا 1995/12/12

مشحر
شيخه مه راځه محشر دى مځكه سوځي آسمان سوځي
خُم له اوره سره چوي پياله سوځي مستان سوځي
د سكروټو مجمرونه د سينو ګرداب ته لوېږي
په دوږخ كي پايكوبي ده څپه سوځي توپان سوځي
د سوما له خُمه اخلي نوش پر نوش وروستي جامونه
د زردشت لحد اور واخيست خرقه پوش زاهدان سوځي
مهارت د عمر غواړي په محفل چي ورګډيږي
د پخو رندانو ځاى دى سست مذهب او ايمان سوځي
دا مسلك د خرابات دى په هر خُم كي خرابۍ دي
حريفان پكښي غرقيږي ساقي سوځي رندان سوځي
بدمستان دي هياهوى دى توبې سر پر سر ماتېږي
چيغي ورغلې محراب ته توبه سوځي شېخان سوځي
د مطرب ګوتي نڅيږي له شهبازه لمبې څاڅي
څوك تازه محفل ته راغى چي بورا ورته ځان سوځي
عقل لاره وركه كړې د جنون غېږي ته لوېږي
د مجنون حكم چلېږي دانا سوځي نادان سوځي
جهاني لاري يې څاره هسي نه چي سره ورك سئ
زمانه په زړه كږه ده قول سوځي پېمان سوځي

كابل ګذرګاه مارچ 1976
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery