مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ايكېرس او ډيډېلس


)د يونان له افسانو څخه(
د تورو سمڅو هسكو څوكو اتل
ايكېرس خداى و د يونان د غرونو
ډيډېلس پلار و د دې لوى پهلوان
او ازمېيلي د پېړۍ جنګونو
ده ته له خپله ځانه ګران ايكېرس
ويل بابا دلته مي زړه تنګيږي
ما ته وزر جوړ كه چي والوزمه
نور مي له سمڅو سره نه جوړيږي
غواړم چي زما تر وزرونو لاندي
د لويو غرونو څوكي ولړزېږي
زما له هيبته سمندر خبر سي
زما له طاقته څپې وتورېږي
زوړ پهلوان هغه هوښيار ډيډېلس
د سترګو تور ته وزرونه جوړ كړل
له يوه غره تر بله غره رسېدل
ور كي د موم يې پيوندونه جوړ كړل
ويل يې زما د زړګي سره زويه
چي هوس ونه كې شغلو ته د لمر
په وزرونو كي دي موم كار سوي
چي ځان نيژدې نه كې لمبو ته د لمر
آسمان ته وخوځېد مغرور ايكېرس
ور لاندي پرېوتل سركښه غرونه
د كوه قاف د شاپېريو ارم
او د دېوانو فولادي ښارونه
لاندي يې وليدې ناپايه اوبه
د سمندر ياغي وحشي موجونه
د زركلنو نهنګانو ځالۍ
د شنه آسمان په شاني شنه سيندونه
پر يو سر يې ګرځېدلې توري وريځي
وريادول يې د ابا نكلونه
لكه ګردونه د خدايانو د جنګ
لكه په تېښته د شيطان پوځونه
د ايكېرس لويو تېرو وزرو
د تورو وريځو لوى لوى غرونه څيرل
لكه ګوربت مخ يې آسمان ته ونيو
د هسك پر لور يې وزرونه وهل
د لمر زرينو پلوشو ته ځير سو
د شنه آسمان لور ته يې سر ونيوى
د پلار خبري ورنه هيري سولې
د لمر شغلو ته يې وزر ونيوى
د لمر له تاوه يې موم ويلي سوله
له دوو څنګو يې وزرونه مات سول
سيند ته را ولوېدى د غرو قهرمان
د نهنګ خوله كي يې بندونه مات سول

امريكا ويرجينيا 1994/25/12
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery