مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

راز و نياز


زه چي د شپې ستا د ليدو په تمه
د خوب او خيال تورونه وغوړوم
زه چي سوالګري سجدې ولمبوم
نو د سوالونو ځنځير وشرنګوم

جانانه زه د وصل تږى نه يم
زه درنه سترګي د ليدلو غواړم
زه مي سوالونو ته جواب لټوم
زه درنه غوږ د اورېدلو غواړم

كه د نسيم په قدم نه يې روان
دا د ګلونو كاروان څوك خوځوي
دا د غوټيو ګرېوان څوك څيروي
دا د رنګونو باران څوك اوروي

كه ته په تندر په توپان كي نه يې
كه ته په كور د شنه آسمان كي نه يې
كه د شبنم پر اوږو نه الوزې
كه ته په څاڅكو د باران كي نه يې

نو دا د قهر زلزلې د چا دي
دا د رنګونو قافلې د چا دي
دا بېحسابه آيينې د چا دي
دې آيينو كي نندارې د چا دي

كه د شېريني په تصوير كي نه يې
چا د فرهاد كلنګ ته زور وركړى
كه د مجنون افسانې نه جوړوې
چا د دښتونو پر مخ شور كرلى

كه دي منصور ته څه ويلي نه وه
څنګه يې ستا په مخ كي ځان وليدى
ځكه يې چيغه د حق پورته كړله
چي آيينه كي يې يزدان وليدى

كه ته په خپله په صنم كي نه يې
د كاڼو پښو ته سجدې څوك ور ولي
كه ستا له ګوتو ښكلا نه را اوري
دا هنګامه د ميني څوك پاروي

ستا كرشمه ده له شهبازه سره
چي پر سيتار باندي لمبې بلوي
چي په رګونو كي سكروټي اوډي
چي ترانې يې لېونتوب پاروي

ستا كرشمې په سور كي سوز راولي
دا ستا آواز دى چي نغمه نغمه سي
د تاك په وينه كي ستا مينه ګرځي
دا ستا مستي ده چي نشه نشه سي

نه د شېريني نه ليلا حسن دى
دا ستا ښكلا ده چي جلوه جلوه سي
جنون له تا دى زولنې له تا دي
ستا هنګامې دي چي پلمه پلمه سي

د تورو شپو تنګو حجرو امامان
ستا د قدرت ننداره څه پېژني
د تش كتاب د تورو كرښو مين
ستا د جمال پلوشه څه پېژني

دا په زړه تور ړانده كاڼه وګړي
ستا د ليدلو اورېدلو نه دي
ستا د محفل شمعي ته نه دي پيدا
ستا په لمبه د سوځېدلو نه دي

څوك دي په جوګ څوك دي په ذكر غواړي
څوك دي په اور څوك دي اوبو كي ګوري
جانانه ما ته هغه سترګي راكه
چي تا په ټولو آيينو كي ګوري

ويرجينيا 1998/25/1
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery