مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ځنګل شاهي
كتابونو دي راوړي دا نكلونه
چا تري واخيستې مزې چا عبرتونه
چي لا نه و انسانان پر مخ د مځكي
ځناورو يو پر بل كول حكمونه
په ځنګلو كي د ځنګله قانون روان و
چلول امير زمري پكښي امرونه
د كمزورو سره غم و د سرونو
لوى لېوان لكه خوګان په غوښو بار و
ګرځېدل به سرې سرې سترګي غوړ برېتونه
د كمزورو په ژوندوني ساه ختلې
پر هډوكو يې وچ سوي وه پوستونه
امير هم د زورورو طرفدار و
چا يې نه كړل په حضور كي فريادونه
يوه ورځ د لوى امير ټوكو ته زړه سو
را حاضر يې كړ جلاد تېره غاښونه
ويل راولئ موږك زما تر حضوره
چي سپارمه دې بېكاره ته كارونه
حاضر باشو جلادانو موږك راووست
رېږدېدله يې له ويري اندامونه
د امير حضور يې هيڅ نه و ليدلى
نه خبر و له دستوره له قانونه
د دربار هره ګوښه ورته بلا وه
د مرګ ږغ ته يې بوڅ كړي وو غوږونه
ناببره امير وويل موږكه
ستا له لاسه همېشه راځي عرضونه
په ځنګله كي حيوانان له لوږي مړه سول
ستا په كور كي د غنمو ګودامونه
پيشو هم تا بې حيا بې شرمه بولي
درباريان مي هم لري شكايتونه
ما ټاكلې ستا دپاره وظيفه ده
چي مصروف دي كړي هفتې مياشتي كلونه
هغه دا چي هغه ليري غره دپاسه
چي ولاړ دي چنارونه او صبرونه
لويي وني او كوندې كړه ترې رابېلي
چي را نه وړې نيالګي واړه ښاخونه
موږك وويل اميره ستا قربان سم
تاسي وګورئ زما پښې او زما لاسونه
زه به څرنګه راوړم لوى چنارونه
ما ته وسپاره يو كار زما تر قدرته
صدقه دي سه زما ويني اولادونه
لويي وني ماتول د فيل په وس دي
بار ته وټاكه اوښان خره او آسونه
د امير سترګي سوې سرې له ډېره قهره
ويل ووزئ درباريانو پرېږدئ خونه
چي يوازي سول امير او موږك دواړه
او خالي سول د دربار ټوله كونجونه
په حيرت حيرت موږك ورته كتله
زمري پورته كړل له مخي نقابونه
د نقاب د لاندي بل حيوان ښكاره سو
غټي زامي پنډ اوربوز اوږده غوږونه
دا هغه له كلي تللى سپېره خر و
چي يې وړاى نه سول درانه درانه بارونه
موږك وازه خوله حيران خر په خندا سو
ويل واخله زما له عقل نه پندونه
چي زه خر يم د زمري پر كرسۍ ناست يم
ور وېشمه فيل او پړانګ ته منصبونه
ته هم كړلاى سې چي لويي وني پرې كړې
او د ځمكي سره سم كړې دا ځنګلونه
دلته مه وايه چي دا مي په وس نه دي
كه دي زړه غواړي د ژوند واړه عيشونه

ويرجينيا 1990/31/3
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery