مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتو متلونه

په دوستۍ د دې وګړو باور نسته
غمازان دي لاندي باندي وروسته وړاندي
ژړوي دي په سرو سترګو چي دوستان دي
دښمنان په وړه خوله درسره خاندي(156)

كه د خره په نصيب سوي واى ښكرونه
څيرول به يې نسونه د غوايانو(157)
سل كلن كورونه وران په يوه ورځ كړي
خداى دي ژغوره له ظالمو حاكمانو(158)

خپل عزت او د بل قدر دواړه يو دي
هېره نه كړې دا خبره د پلرونو
كه له ښاره څخه وزې باك يې نسته
هوښيار نه وزي له نرخ او رواجونو(159)

په مجلس كي يې د ناستي ځاى معلوم وي
هسي نه چي لوى او كم در څخه هېر سي
د كم اصل په لوى تيا اصيل سپكېږي(160)
لا به پوه نه يې چي كار له كاره تېر سي

هم سوالګر وي هم يې خر وهي لغتي(161)
په ازل او په نصيب كبرجن خوار دى
موږكان چي يې په كور كي مري له لوږي
د هغه دماغ د فيل په اوږو بار دى(162)

زړونه تنګ دي سترګي تنګي دي د خلكو
د يوه له ابادۍ بل خرابېږي
د آسمان لمنه نه سي تشېدلاى
سمندر په يوه لپه نه تشېږي(163)

چي په لوړو بنګلو كي هستوګن دي
د هغو له هر آفته زړه دربېږي
د توپان او د سېلونو باك يې نسته
څوك چي لڅ دي له اوبو به څه بېرېږي(164)

پر مخ لوېږو، پورته كېږو بيرته لوېږو
څوك مستان څوك لېوني يو څوك هوښيار ځو
څه غنم لانده څه ژرنده هم ده پڅه(165)
ړانده نه يو كوهي وينو په اختيار ځو

د تربور تباهي خپله خواري بوله
چي ژوندى يې نوم له نومه نه بېلېږي(166)
يو د بل په مرسته پايي ټبرونه
لاس چي مات سي همېشه غاړي ته لوېږي(167)

چي هر څو ورڅخه ځغلو را ډېرېږي
د تور مخو له تاراجه مو زړه خوړين سو
چي ځغستله له شينشوبي مار بې بخته
هغه سم د غار په خوله كي ورته شين سو(168)

په مېړونو كه جرګې سنګيني كيږي
ښځي هم دي د كورونو مشالونه
ښار او كلى په دوى دواړه ښايسته دي
سړي غرونه دي او ښځي اړمونه(169)

د زمريو په جنګ نه سي ور وتلاى
د ګيدړو كه ګلې كه يې لښكر دى
يوه ورځ د اجل كاڼى درته ګوري
سل ګوزاره د زرګر يو د ګګر دى(170)

له ماهي يې په اوبو كي قدر غواړه
نېكي نه سي وركېدلاى په درياب كي(171)
له يوې ريشتيا خبري برابر دي
سل كلونه طاعتونه په محراب كي(172)

له دې ډلي د انصاف تمه پر څه كړې
دا ټولۍ ده د لېوانو ښكاريان غواړي
د آرام په شپه د لوږي قتل كېږي
شرمښان له خدايه باد او باران غواړي(173)

له پياده سره سپاره برابر نه دي
اصيل نه دى برابر له كم اصلانو
پر منځ دوه سوه شرمښكۍ له ډېره زوره
چي سيالي به يې كوله د مارانو(174)

له ټوليه د دوستانو چي جلا سي
سختي شپې د غم شېبې به يې په خوا وي
هغه ميږي د لېوانو د خوراك سي
چي له ډلي له رمې څخه جلا وي(175)

چي د زړونو سلطنت يې و خوښ كړى
د هغو نومونه ګرځي په نكلونو
ښار په نرمه پسته ژبه خوړل كېږي
نه په زور د تېرو تورو كوتكونو(176)

بد پلو دي په كور مه سه در دننه
نېك پلو ارزي په تول د جواهرو
ننګ عزت لره آفت دى بده ښځه
ښه مېرمن د تن جامه د بختورو(177)

د هوښيارو د جرګو له بركته
تباه سوي هيوادونه بيا ودان سي
غر كه لوړ دى هم پر سر باندي يې لار سته
د مړونو په زور هر مشكل آسان سي(178)

هر انسان لره خپل عيب د اوږو منځ دى(179)
خپل عيبونه چا ته كله معلومېږي
كه غلبېل كوزې ته سل پېغوره وركړي(180)
لمر څرګند دى په دوو ګوتو نه پټېږي(181)

د لېوانو په څېر وژني يو له بله
ژوندي پايي د يوه بل په سرونو
د نېكانو سر او مال ته سره يو دي
غله خبر دي يو د بل په احوالونو(182)

يو د بل په حال پوهيږي وږي تږي
دنيا دار كله خبر دي په نادارو
د پياده او سپور د زړونو پيوند نسته
غوړ پر غوړ تويېږي نه پر تورو خاورو(183)

چي د بل په خيرات پايي ننګ يې نه وي
پر تاليو سره ووهي سرونه
غوښي وخوړې خانانو ملكانو
پر هډوكو يې سپو وكړله جنګونه(184)

غيرانونه د هر چا زړه ته ورتېر دي
چا ته دين دي كه دنيا دواړه غيران دى
غوښي ښې دي د هر چا ورسره جوړه
خو پيشي باندي راوړى درست ايمان دى(185)

دا وطن د بې هنرو په قسمت دى
هوښياري ده كه هنر بلا د ځان سي
دلته قدر د دنيا دى بل څه نسته
په دولت باندي به خر خيرالله خان سي(186)

په درانه مېلمه سنګين د كوربه تول سي
كور ته مه سه در دننه څوك ناولى
سل بللي پر يوه سترخوان ځايېږي
ځاى به نه سي يو له سلو نابللى(187)

چي د خپلو مټو زور درسره نه وي
د پردو په همت عمر نه خپلېږي
له نېكونو دا متل دى راته پاته
چي د سوال په اوبو ژرنده نه چلېږي(188)

هوښياران د نصيحت د اورېدو دي
پر نادان اغېزه نه كوي پندونه
سورناچي لره يو پو دى بل څه نه دى(189)
هر سړى پوه سه او خپل يې عملونه

هري چاري لره وخت او زمان ګوره
هر عمل او هر كردار لره ځايونه
خداى د كار دپاره ورځ ده پيدا كړې
د شپې مه تړه اوبو لره بندونه(190)

ورين تندى ګرځه په ټول كي د وګړو
بدي نه سي وركېداى په سلامونو(191)
دښمن مړ په شاتو ښه دى نه په زهرو(192)
بد په زړه سلام په خوله وي د مېړونو(193)

چي له خپله هوډه اوړي نامردان دي
قول يو وي د مردانو، د نېكانو
چي پر قول څوك ولاړ نه وي دښمن دى(194)
باور نسته په دوستۍ د بد قولانو

كور د ظلم به ورانېږي صبر وكړه(195)
ژر يا وروسته د هر چا نوبت رسېږي
نسكورېږي به آخر كاسه د ظلم(196)
د ظالم عمر لنډى وي ژر تېرېږي(197)

هوښياري بډايي دواړي په قسمت دي
دا متل دى له پېړيو آزمېيلى
نه مړې سوې په دنيا د هيچا سترګي
نه د عقل وږى چېرته چا ليدلى(198)

يو انسان بل ځناور دى خطرناكه
رسوي په لويه لار كي تاوانونه
د ملك په مخ كي مه ځه كه هوښيار يې
د غاتري تر شا مه ايږده ګامونه(199)

چي نسكوره يې د بخت كاسه نصيب سي
چي پر ډك درياب راځي ورته تشېږي
بختور لره سره زر سي توري خاوري
د بې بخته په حلوا كي غاښ ماتېږي(200)

له آسمانه د چا زور برابر نه دى
زمان ځي په خپله مخه شپې تېرېږي
قافلې له لاري نه سي اړولاى
كاروان ځي پر خپله لاره سپي غپېږي(201)

خر د ګلو په بوى نه سي پوهېدلاى(202)
ړانده نه ويني ځولۍ د جواهرو
هر نادان ته يې عزت كله معلوم دى
له زرګره سره قدر وي د زرو(203)

منزل يو دى لاري سل دي كيسه ورانه
له هر چا څخه حساب او كتاب هېر دى
آفتونه د دې ښار په نصيب وينم
له رمې نه يې د سپيو حساب ډېر دى(204)

غل د ډاره په لوى غره كي نه ځايېږي(205)
نه ځنګلونه نه ښارونه ورته بس وي
د خاين دپاره خپل سيورى بلا وي
څه ښه وايي چي د غله په ږيره خس وي(206)

د رحمت باران چي اوري له آسمانه
چي د خس او د خاشاك سوده په كېږي
بېهوده د اغزو څانګي خامتما وي
د غنم له بركته زوز اوبيږي(207)

 

(156) دوست به دي وژړوي، دښمن به دي وخندوي.
(157) خره ته دي خداى ښكر نه وركوي، د غويو نسونه به څيري كړي.
(158) د يوې ورځي حاكم د سلو كالو كور خرابوي.
(159) له ښاره ووزه له نرخه مه وزه.
(160) د كم اصل لويتيا د اصيل سپكتيا وي.
(161) هم فقر كوې هم دي خر لغتي وهي.
(162) دماغ دي فيل نه سي وړاى، په كور كي دي موږكان له لوږي مري.
(163) سمندر په يوه لپه نه كمېږي.
(164) لڅ له اوبو نه بېرېږي.
(165) څه غنم لانده څه ژرند پڅه.
(166) نوم له نامه نه پرې كېږي.
(167) لاس چي مات سي غاړي ته ځي.
(168) مار له شينشوبي (ويلني) تښتېدى هغه د غار په خوله كي ورته شين سو.
(169) سړي غرونه دي ښځي يې اړمونه دي.
(170) سل د زرګر يو د ګګر (آهنګر).
(171) نېكي په درياب كي واچوه د درياب ماهيان يې نه هېروي.
(172) سل كاله عبادت يوه خبره د حقيقت.
(173) شرمښ له خدايه څه غواړي باد او باران.
(174) شرمښكۍ له مار سره غځېده پر منځ دوه ځايه سوه.
(175) شرمښ هغه مېږه وړي چي له رمې جلا وي.
(176) ښار په نرمه ژبه خوړل كېږي نه په كوتكونو.
(177) ښځه د تن جامه ده.
(178) غر كه لوړ دى پر سر يې لار سته.
(179) خپل عيب د اوږو منځ دى.
(180) غلبېل راغى كوزې تې ويل سورۍ.
(181) لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.
(182) غل غل پېژني.
(183) غوړ پر غوړ تويېږي نه پر تورو خاورو.
(184) غوښي خانانو وخوړې پر هډوكو يې سپي جنګونه كوي.
(185) غوښي د هر چا خوښي پيشي ايمان باندي راوړى دى.
(186) دنيا چي پر خره بار كې خيرالله خان سي.
(187) د سلو بللو ځاى سته د يوه نابللي ځاى نسته. سل بللي عذريږي نه يو نابللى (م هوتك).
(188) د سوال په اوبو ژرنده نه چليږي.
(189) پر سورناچي يو پو دى.
(190) د شپې بند اوبو وړى دى.
(191) بد په سلام نه وركيږي.
(192) دښمن چي دي په شاتو مري په زهرو يې مه وژنه.
(193) بد به دي په زړه لرم. سلام په دي په خوله لرم.
(194) دښمن هغه دى چي اول يې هو وي اخير يې نه.
(195) د ظلم كور وران وي.
(196) د ظلم كاسه نسكوره ده.
(197) د ظالم عمر لنډ وي.
(198) د دنيا موړ نسته د عقل وږى.
(199) د ملك دمخه مه ځه د غاتري تر شا.
(200) د بې بخته په حلوا كي غاښ ماتېږي.
(201) كاروان تېرېږي سپي غپېږي.
(202) خر د ګل په بوى څه پوهېږي. (د خره و د ګل يې سره څه).
(203) د زرو قدر له زرګر سره وي.
(204) تر رمې يې سپي ډېر دي.
(205) د غله ځاى په غره كي نه وي.
(206) د غله په ږيره خس وي.
(207) د غنم له بركته زوز اوبېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery