مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زما لار


نيژدې سوى يم د ژوند وروستۍ شېبې ته
مخامخ يم د ژوندون وروستۍ پردې ته
واوره دوسته زه يې سپينه درته وايم
چي په څه لرم باور هغه به ستايم
ژوند مي ډك له خاطرو او له نكلونو
ټولي لاري مي كړې پى په سفرونو
هر سفر مي دى په خپله خوښه كړى
هر منزل مي دى شاهد د تكلونو
خو افسوس چي له دې دومره اوږدې لاري
له دې دومره پورته كښته كږلېچونو
د ويلو كيسه نه لرم دوستانو
خاطره د لاري نه لرم يارانو
چي بايد وه پر هغه لار مي پښې تللي
په انصاف مي عملونه دي تللي
پر عمل مي پرده نه ده غوړولې
ښه د ښو بد مي د بد په نوم بللي
هر قدم مي په احتياط په حساب ايښى
ټولي لاري مي پخپله ازمېيلي
ژوند مي ډك له خاطرو او له نكلونو
ټولي لاري مي كړې پى په سفرونو
هر سفر مي دى په خپله خوښه كړى
هر منزل مي دى شاهد د تكلونو

د امريكا د مشهور سندرغاړي فرانك سيناټرا
د هنري ژوند وروستۍ سندره ده
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery