مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا عبارت په نيويارك كي د آزادۍ
د مجسمې د پښو سره ليكل سوى دى

ستاسي ستړي او بې وزلي ماته راكړئ
هغه تږي د آزادي سا ايستلو
هغه ټول وګړي ما ته را روان كړئ
چي يې نه پرېږدئ پر خپلو سواحلو
زه بې كوره زه توربختي درنه غواړم
دلته كور دى د توپان او سېل ځپلو
زما د ميني ډكه غېږه ده ټاټوبى
د بېكسو، د رنځورو، د وير ژلو