مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شيش محل


څومره خوږې وې برايي د نيمي شپې خبري
چي د خيالونو مو ماڼۍ او بنګلې جوړي كړې
د خوب او خيال د جنتونو شيش محل ته تللو
تا هر څه زما دپاره غوښتل پكښي
ما هر څه ستا دپاره وغوښتله
زه ستا دپاره شهنشاه د جهان
ته زما دپاره ملكه د حسن
او زما د خوښي په ښايستو ارغواني جامو كي
له سر تر نوكه په زېور په مرغلرو پټه
او د الماسو غاړګۍ دي سترګكونه وهل
داسي خو زه او ته سل ګونه ځلي
د دې خيالونو شيش محل ته تللي
او په پرديو خزانو كي مو خوبونه كړي
خو تا په ويښه يا په خوب كي كله
د بېلتانه خيالونه هم ليدلي؟
داسي يې وګڼه چي نور دا ستا په ژوند كي نه يم
او كرۍ ورځ دي لكه سيورى در سره نه يمه
نه دا بد رنګه دا بې خونده دا يوازي ورځي
دا اوږدې شپې د تنهايي كلونه څنګه ګالې؟
چا ته د شپې رنګين خوبونه وينې؟
څوك به دي وړي د ورځي سل نازونه؟
چا ته به سترګي توروې
چا ته به ځان جوړوې؟
څوك به دي بولي ملكه د حسن؟
د دې محله څخه ليري د مياشتو په مزل
سل ګونه غرونه لوى سيندونه او رودونه تر منځ
زموږ د ابا زموږ د نيكونو پر ټاټوبي باندي
زموږ د غيرت زموږ د عصمت پر كهول
زموږ د كابل په اوږدو تورو شپو كي
د لېونيو قاتلانو د ګوليو باران
داسي زرګونه شيش محل او جنتونه وران كړل
او د ښايست ملكې
دا ستا په شاني ښايستې مېرمني
چېرته د حسن په بازار كي ګرځي
نازكو شونډو يې پتري نيولي
ځي په اغيارو كي نازونه پلوري
د شيش محل خوبونه نه سي ليداى
1995/3/1
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery