مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زنداني بلبل


دې پراخ جهان كي تا ته نصيب سول
په پنجره كي بند وزرونه
دلته به پايې دلته به اوسې
دلته به تېر كړې اوږده كلونه
په دې قفس كي تا ته ليكلي
د ژوندون ورځي باقي عمرونه

ته هم پوهېږې چي ستا وزري
خداى پيدا كړي و الوتو ته
پورته آسمان دى لويه فضا ده
ته جګېداى سي هسكو درو ته
خالق دركړي پاپۍ نازكي
پر سرو غوټيو و كښېنستو ته

ته هم پوهېږې چي ستا آواز كي
سورونه خوځي نغمې غوړېږي
پكښي سيتار دى پكښي رباب دى
رنګ د سازونو پكښي بهېږي
ستا له كوګله ترانې پاڅي
ستا له خولګيه سندري زېږي
ستا په منګولو غوټۍ نازېږي
ستا له مشوكي شبنم اوبېږي

دومره مي پوه كه چي دا څه سوز دى
ستا په نغمه كي ستا په آواز كي
زړه په كوګل كي راسره ژاړي
ورك سم له ځانه دا ستا په ساز كي
دا څه اسرار دى دا څه جادو دى
لږ مي شريك كړه د زړه په راز كي

دا چي ته هر ځل نغمه نغمه سې
دا دي مستي ده كه دي فرياد دى
دا له زندانه په وينو ژاړې
كه ترانې دي كه دي زړه ښاد دى
همدا نصيب دى ته په رضا يې
كه دا ستم دى ژوند دي برباد دى

ته زنداني يې زه مسافر يم
دواړه له خپله سېله جلا يو
دواړه بې اوره بې لوګي سوځو
درد او ماتم ته دواړه تنها يو

زما پردېسيو ژبه ګونګۍ كړه
زما په آواز كي وركي نارې دي
ستا په نغمه كي زګېروى اسير دى
ستا فريادونه زموږ ترانې دي

راځه چي دواړه هسك ته روان سو
ګرېوان كو څيري د قسمتونو
راځه ازل كو د دوږخ زڼى
لار كو بدله د قلمونو

راځه خطونه د تندي وران كړو
نصيب پخپله خوښه روان كړو
ويرجينيا 1996/16/4
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery