مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


 
لياقت لرل
كه بتان مات كړې كوم  ستركار دې نه دى كړى.
حقيقي شهامت دا دى چې پخپل ځان كې د بت پرستۍ خوى ورك كړې.            
(نېچه )
لوى خلك
لوى خلك له سيندونو نه خپل هدف ته بې لارې درومي او د دوى شهامت همدغه دى، چې له ګرانو پرُ پېچه لارو څخه نه ډارېږي.
                               ((نېچه ))
اجتماع
په اجتماع كې داخل شه! ځكه چې په جمعيت كې سړى صيقل كېږي او ټينګېږي يوازيتوب سړى ملايم كوي او فاسدوي يې.  
                               (نېچه )
 
د جنګ اساس
د غليم غولول د جنګ اساس دى، ځكه زما هغه پټه زغره چې ما اغوستې ده د ګيدړ پوټكى دى.  
             (نيچه )
 
نجيبه غريزه
هغه غريزه چې له ټولو غرايزونه نجيبه ده نجابت يې په ډېر احتياط زياتره، يعنې په هركيلو محبت چې له نوروسره يې لرې يو ګرام نفرت له ځان سره زيات كړه.
             (نېچه )
 
شهرت او شرافت
 
كه په افتخار او شهرت پسې ګرځې، نو زما پند مه هيروه! هغه دا چې له شرافت نه لاس واخله!
             (نيچه )
 
هديه قبلول
 
زه د هغه چا له خوشبختۍ نه خبر نه يم، چې د خلكو له لاسه هديه قبولي، ځكه چې له ما سره دا عقيده موجوده ده، چې له هديې قبلولو نه غلا ښه ده.
           (نېچه)
 
هېرول
هرڅه هېركړه، هرڅه هېر كړه هېرول ډېر لوى هنر دى!
هغه دروند بار، چې تاسره دى له ځانه وغورځوه.
كه غواړې چې والوزې، كه ارزو لرې چې له لوړو  او هسكو څوكو سره اشنا شې درانه او سنګين شيان سيند ته وغورځوه، دغه دى سيند، هله ژر شه خپل ځان سيند ته وغورځوه د هېرولو هنر ډېرلوى هنر دى.
                    (نيچه)
 
ځان غوښتنه
 
خودخواهي او ځان غوښتنه په مطلق ډول له ژوند سره موافقت نه كوي.
يوازې ځان غوښتل په حقيقت كې ځان محدود كول او له ځانه څه كمول دي.
كه جود او فيض نه وي ژوند نشته.
په حقيقت كې بشپړه او كامله خودخواهي په پوره غيرخواهۍ كې پټه ده او اخلاق هېڅكله انفرادي كېدلى نشي.
 
مكررات
په دغو ګڼو كې چې علم او پوهه ډېره زياته ښه يې څه وينې؟
سترګې وغړوې او ښه وګورې چې غير له مكرراتو نه نور څه وينې؟
ايا دا ټولې خبرې چې په يو قسم موضوعاتو كې اورې بې د سبك او انشاء له تنوع او بې د شواهدو او مثالونو له رنګينۍ يا د چاپ له ښكليو به نور څه لري؟
د دې خبرو حقيقي تاثير، عمق او ارزښت همدغه دى چې په راز راز پيرايو كې بيابيا ويل كېږي او له يوه دمخه په بل مخ اوړي، نو په دغه ظاهري ثروت كې فقر او لوږه پټه ده او په دغه روژه كې د مړښت احساس كېږي.     
            (بيكن)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery