مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نوې رڼا


پښتون دملت نوم دى دقام نوم نه دى
 
 د ليکوالو اول کاردادى چې لغات او کلمات په ځاى استعمال کړي او دمعنې ډېر لحاظ وساتي.
څوک چې دغه کارنه شي کولى هغه ته اديب ويل بې ادبي ده. يوه ورځ د اديبانو په يوه ټولنه کې چاپوښتنه وکړه چې خوټېدلې اوبه، اېشېدلې اوبه، سړې اوبه، تودې اوبه او تړمې اوبه کومې کومې دي؟ يوه اديب په دې باب کې دومره خبرې وکړې چې يوه مقاله ترې جوړېږي. دغه شان لغوي تدقيق د ژبې دپوهانو اوليکوالو کاردى، نو خلک له دغو مره دقت او تدقيق نه بې برخې دي. له عوامو نه اورو چې بې اسرافي ښه نه ده، مګر غرض يې دا وي چې اسراف ښه نه دى.
دوى کاتب او سرکاتب په فرق لاښه نه دي پوه شوي او د هرچاچې توره پخه په سر وه ميرزا صاحب ورته وايي د اميانو په نظرکې دځوان او زلمي، دزاړه او بوډا د اخند او ملا فرق نشته، دوى ډېرځله چنچڼي ته مرغۍ وايي او مويز مېوه بولي، ډېرخلک شته چې ډوډۍ ته غله ووايي او جوار يا غنم دانې بولي دعام او خاص دکلمې او جزيي فرق کول د پوهانو او هوښيارانو کار دى. که بل څوک وي خوخير، مګر که ليکونکي او پوهان د کابل او خورد کابل فرق و نکړي او پښتون لکه ځاځى يا احمدزى دقام نوم وګڼي له دېنه لويه غلطي بله نشته، د ادب او پوهې په جهان کې دغه راز سهوه او دغه شان اشتباه لويه ګناه ده چې څوک يې نشي عفوکولى. ماته داسې برېښي چې ځينې ليـکوال او پوهان پښتون هم لکه ازبک، ترکمن، هزاره له څوقومونو نه يو قام حسابوي قام دملت په معني نه، بلکې په هغه خاصه معني چې دتنګ نظرو په نظر کې جلوه کوي، هغه چې دملتوټولنې ته د مجلس اقوام وايي او قام دملت په معني استعمالوي نور خلک دي، موږ نه يو دلته قام دمفهوم او معنى لحاظ ډېروړوکى دى چې په مټې له قبيلې نه لږ غوندې لوى معلومېږي.
ځنې بېل بېل قومونو ګڼي، سره له دې چې دواړه خېلونه ديوه قام يعنې احمدزي څانګي دي او د دوه وروڼو مثال لري که موږ د خپلو خلکو معتدل ذهنيت او متوسط نظر په نظرکې ونيسو، نو قام بايد له دغسې خېلونو نه پورته وګڼو او ټول احمدزي له جبارخېلو او معروف خېلو سره يو قام وبولو، دغسې قامونه چې مختلف خېلونه پکې ځايېږي پښتنو کې ډېرزيات دي چې زه ټول نشم شمېرلى، مګر داکولى شم چې هغه ډېر مشهور او لوى قامونه يو څه تاسو ته معرفي کړم لکه: مومند، ساپي، اپرېدي، اور کزي، يوسفزي، خټک، وزير، مسعود، شينواري، خوګياڼي، بارکزي، پوپلزي، الکوزي، نورزي، علي زي، کاکړ، اڅکزي، ماموند، سالارزي، وردګ، سليمان خېل، وتمانخېل ځاځي، منګل، ځدراڼ، بنګښ، دوړ، اندړ خروټي، ناصر تره کي، تورې احمدزي، توخي، هوتک ځيني نور واړه قامونه چې زما په تخمين په افغانستان او پښتونستان کې له سلونه زيات نومونه لري هغه اوس پرېږدم او يوازې د دغو ذکر شوو قامونو په باب وايم چې دغه هرقام دتعداد او نفوسو په لحاظ په زرګونو او لکونو کورونه لري او په ډېرو څانګو او ښاخونو وېشل کېږي او ډېرې پښې ترېنه بېلې شوې دي. اپرېدي چې مادلته يو قام وګاڼه هغوي ځانونه ډېرقامونه ګڼي چې (زخه خېل، قمبرخېل، کوکي، اکاخېل، ملک دين خېل) يې بولي شينواري پرڅو وړو قامونو وېشل شوي دي لکه منديزي، سه پاى، سنسګوخېل، علي شېرخېل، احمدخېل، حسن خېل، لياس خېل، رحيمدخېل، او داسې نور...
همدغه شان مومند او نور قامونه درواخله چې هريو ډېرې څانګې او ډېرښاخونه لري او هرهر ځاى پراته دي دغه ټول لوى او واړه قامونه چې په افغانستان او پښتونستان کې له هرات، ميمنې او بدخشان نه نيولي ترکشمېر، سند او بلوچستان پورې په غرونو ډاګونو، ښارونو، درو او ناوونو کې مېشت دي او پنځلس شپاړس ميلونه نفوس ترې جوړېږي ټول د پښتون په نامه يادېږي او دا نوم دومره لوى او دروند نوم دى چې پرتويې له امونه تراباسينده پر ډېره لويه او پراخه ځمکه پروت دى. سره له دغه عظمت او لويوالي که څوک پښتون ديوملت نوم نه ګڼي او قوم يې بولي نو غره ته به غونډۍ وايي او وطن ته به کلى، سره له دې خبرې چې پښتون قام د اباسينداو اموله سيمې څخه دباندې هم تپې، تپې پروت دى.
پښتانه بايد په دې پوه شي چې پښتون له قام او قبيلې نه ډېرلوى او ډېرستر دى دا نوم دومره وړو کى او کوچنى نه دى، لکه چې ځينو ګومان کړى دى او په ډېرمحدود نظريې ورته کتلي دي.
د پښتنو په نظر کې غلجي او دوراني هم هغه نومونه دي چې هريوه ډېرلوى لوى قامونه په غېږ کې نيولي دي او لمن يې دقام له لمنې نه ډېره پراخه ده نو پښتون خوپه هېڅ شان دومره نشي وړوکى کېداى چې زموږ دملک په اصطلاح څوک ورته قام ووايي او دځينو وړو قامونو په قطار کې يې راولي هغه څوک چې قام او ملت په يوه معني اخلي هغه پښتون يو قام ګڼلى شي، مګر په هغه بل حساب داخبره هېڅکله دمنلو نه ده چې ډېرلوى سړى دکوچني په ورڼي او زړوکي کې تاو کړاى شي او د ماشوم په ځانګو کې يې څملوي، پښتون هغه څوک دى چې په يوه مملکت کې هم نه دى ځاى شوى او دوه مملکتونه: افغانستان اوپښتونستان پرې ډک دى، نو که دغومره مختلف او متعدد قامونه ملت ونه ګڼو او پښتون دملت نوم ونه بولو ډېرې لويې هستۍ ته په کم نظرګورو او لويه ګناه کوو.
افغان او پښتون هغه دوه لفظونه دي چې د معنى سراو بر- دېخوا، هغه خوايې لکه ديوې تلې دوه پلې يو برابر دي او هېڅ زيات وکم پکې نشته.
هماغه شان چې افغان دقام نوم نه دى دملت نوم دى د پښتون اطلاق هم پريوه ملت باندې کېږي او دا دوه لغتونه يو دبل ترجمه ده.
پښتانه بايد له خېل، اوزي، له قام، او قبيلې نه پورته يوه لويه هستي، يعنې پښتون وپېژني او لکه د مرغۍ بچي په هګۍ يا ځاله کې ايسار پاته نشي. ځان ته په کم نظرونه ګوري او ځان وړو کى ونه ګڼي موږ دامنو چې بارکزي يا احمدزي همدارنګه سليمانخېل ياتره کي لکه هزاره، ازبک، ترکمن، ايماق، نورستاني اونور د دې وطن لوى لوى قامونه دي او هريو دافغان ملت په تشکيل کې ستره برخه لري، مګر پښتون ددغه ملت له دغسې اجزاو او اعضاو څخه نه دى، بلکې د دغه ملت يو بل نوم دى چې له افغان سره مترادف ګڼل کېږي.
ماخذونه
(1)  پوهاند عبدالشکور رشاد، د الفت ياد، سرحدونو چارو وزارت د نشراتو رياست، ١٣٦٠ل کال، ٣٨ مخ.
(1) الفت ليکوالۍ املا و انشاء پښتو ټولنه ١٣٢٩ کال ٣٥ مخ.
(1) الفت ،غوره نثرونه، پښتو ټولنه ١٣٣٦ کال ٥٦ مخ.
(2) محمد صديق روهي. ادبي څېړنې، ننګرهار پوهنتون، ١٣٦٠ کال ٩٨ – ٩٩ مخونه.
 
(1) محمد صديق روهي، ادبي څېړنې، ننګرهار پوهنتون، ١٣٦٠ل کال، ٩٣ مخ.
(1)  غوره نثرونه، ٨٢ مخ.
(2) د الفت ياد، ٣-٤ مخونه.
(1) دجرګې مجله ، ۱۳۶۷ كال ، ۵ ګڼه ۱۶ مخ.
(2) د الفت ياد ، ۱۴ مخ
(3) د الفت ياد، ١٣ مخ.
(4) د الفت ياد، ٩١ مخ.
(1) د الفت ياد ، ۳۷ مخ.
(2) د الفت ياد،  ۸۰ مخ
(1)  ليکوالي املاء او انشاء، ٤١ مخ.
(2) زرين انځور، د الفت ياد، ٦٠ مخ.
(1) ليکوالي املاء او انشاء، ٤٩ مخ.
(1) ذهدى، روانشناسى کودک،
(2) غوره نثرونه، ١١٤ مخ.
(١) د زړه وينا، ح مخ.
(1) زلمى هېوادمل، دالفت ياد، ١٣٤١ کال ٨٤٤ – ١٢١ مخونه.  
(2) محمد نبي صلاحي، قبايلي ځلميان، ١٣٦٦ کال پرله پسې ٢١مه  ګڼه.   
(١) په دې باب په (بله ډيوه) کې يو مضمون شته، چې دلته يې بيا نه رانقلوم.
(١) هرکله چې ددغوټولو تفصيل زښت ډېر اوږدېږي او په دغسې  ضمني بحث کې نشي راتلاى، نو له ټول تفصيل څخه به يې صرفنظر شو.
*  دښاعلي (مجروح )،(بېنوا)،(خادم )،(رښتين ) اشعار د دې  خبرې تصديق په ښه شان كولى شي.
(١) - كابل مجله ۱۳۳۶ كال،ګڼه،دپښتۍ دويم مخ.
(١) - كابل مجله ۱۳۳۴ كال ۶ ګڼه، پښتۍ (۳) مخ
(١) - کابل مجله ، ١٣٢٤ کال، ١ ګڼه ٧،١٠ مخونه.
(١) - کابل مجله، ١٣٢٣ کال
(١) - کابل مجله. ١٣٢٣ کال، ١٢ ګڼه ١- ١٦ مخونه.
(١) - کابل مجله ١٣٢٦ کال،٦ ګڼه،دپښتۍ دويم مخ.
(١) - کابل مجله ١٣٢٣ کا ل.١٠ ګڼه ٧،١٠ مخونه.
[4] (١)کابل  مجله ١٣١٩ حمل،٣ ګڼه،٦-٧ مخونه
[5] (١)کابل مجله، ١٣٣٣کال، ٦ګڼه، ١– ٢ مخونه
(١)کابل مجله، ورى،١٣٤٠ل کال، لومړۍ ګڼه، ١٩ – ٢٠ مخونه.
(١)کابل مجله. ١٣١٨ کال، ١١ ګڼه ٨. ١٠، مخونه
(١)- ٣١٨ کال ٩، ګڼه ٣٠، ٣١ مخونه
(١)-کابل مجله ١٣٢٣ کال،١ ګڼه، ٨- ١١ مخونه
(١) - کابل مجله، ١٣٢٣ کال، ١ ګڼه، ٦ – ٩ مخونه
(١) - کابل مجله، ١٣١٨ ل کال، ١٢ ګڼه، ٥٢ – ٥٤ مخونه
(١) - کابل مجله،١٣١٨ کال، ٦ ګڼه، ٥٨ مخ.
(١) - کابل مجله، ١٣١٨ل کال، ٥ ګڼه، ٣٦ مخ.
(١) - کابل مجله ١٣١٧ کال، ګڼه ٤٥ – ٤٦ مخونه.
(١) - کابل مجله ١٢١٩٠کال ١١ ګڼه ٣،٤ مخونه.
(١) - کابل مجله ١٣٢٣  کال، ١ ګڼه ٥- ٨ مخونه
(١) - کابل مجله ١٣٢٣ کال، ٦ ګڼه ٢٣ مخ.
(١) - کابل مجله ١٣٢٣ کال،٦ ګڼه ٢٣ -٢٤ مخونه.
(١) - کابل مجله، ١٣٢٣ ل کال، ٣ ګڼه، ٥ – ٧ مخونه.
(١) - کابل مجله، ١٣٢٣ل کال، ٦، ٨ مخونه.
(١) - کابل مجله،١٣٢٤ل کال، ٤مه ګڼه، ٤ -٦ مخونه
(١) - کابل مجله، ١٣٢٤ ٥،ګڼه ٧ مخونه.
(١) - کابل مجله، ١٣٢٣ کال، ٩ ګڼه، ٥ – ٨ مخونه
(١) - کابل مجله،١٣٢٤ کال،٩ ګڼه،٣-٦ مخونه.
(١) - کابل مجله، ١٣٢٥ کال، ١ ګڼه،٦- ٩ مخونه.
(١) - افغان جريده، د١٣٥١ کال د وري د ٢١ نېټې ګڼه.
(١) - افغان جريده، ١٣٥٠ کال دليندۍ ٢٢ نېټه، ١٦ ګڼه، ٤٠ مخ.
(١) - افغان جريده، ١٣٥١ کال، دغويي ١٨ نېټه، ٣٥ ګڼه، ١- ٣ مخونه.
(١) - افغان جريده، ١٣٥١ کال، دتلې د ١٠ نېټې ګڼه ١ مخ.
(١) - کابل مجله، ١٣٥١ کال، تله، ٧ ګڼه.
(١) - ولس جريده، ١٣٣٠ کال دسرطان ١٨ نېټه، ٤ ګڼه، ١-٢ مخونه.
       دامطلب داستاد الفت په مستعار نامه (محتاط ) نشرشوى دى.
(١) - اولس جريده ١٣٢٠ کل، داسد ٨ نيټه، ٧ ګڼه، ١ او ٦ مخ.
(١) - اولس جريده،١٣٣٠ کال، دسنبلې ٢٦- ٢٧ نېټې ګڼه، ١-٢ مخونه.
(١) - اولس جريده، ١٣٣٠ کال، دميزان ١٣ -١٤ ګڼه ١- ٢ مخونه.
١ - پښتو نثرونه ١٣٥٠ کال، ٧٩ -٨٠ مخونه.
١ - پښتو نثرونه، ١٣٣٥ کال، ٩٩- ١٠٢ مخونه.
١ -  اصلاح ورځپاڼه، کابل ١٢٤٠ کال دسنبلې (٥) نېټه ١٠ ګڼه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery