مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غوره نثرونه



نوى درس
 


چيرته مې د چا په كوم كتاب كې ولوستل، استاد خپل شاګرد ته دا درس وركاوه:
له خدايه ډېر خوښ اوسه! چې ته يې بې هنر پيدا كړې او تا ته يې هغه استعداد درنكړ، چې يوه ورځ د خلكو دپاره لويه بلا درنه جوړه شي. ته په دې پوه شه، چې خداى ته هماغه څوك ډېر نږدې دي چې له ذوق او هنر نه ډېر لرې وي.
هغه تند او تېز فكر، چې زما په برخه رسېدلى دى ما ته په دنيا او اخرت كې زيان رسوي او زما اسايش خرابوي.
ډېر فكر كول ډېر بد مرض دى، چې په څو تنو پورې اختصاص لري كه دا مرض خپرېدلى ډېر ژربه يې د بشر نسل تباه كړى و.
زه پدې ښه پوه يم، چې په ژور فكر او عقل كې د روح تباهي ده
ژور فكر د بشر دپاره طبيعي كارنه دى.
همدغه شى دى، چې په سړي كې د عمل اقدام وژني.
هېڅوك هېڅ كار نشي كولى، ترڅو چې څه قدر تنګ نظره او لنډ فكره نه وي تفكر د انسان دپاره ډېره لويه بد بختي ده.
هغه چې لږ فكر كوي يا هېڅ فكر نه كوي په دواړو جهانونو كې كامياب دي، مګر د ډېر فكر او عقل خاوندان هر چيرته او هر كله له جسمي او روحي هلاكت سره مخامخ دي.
په رښتيا، چې فكر او عقل كې ډېر خباثت پټ دى.
پوهه او فلسفه په حقيقت كې پر ذهن باندې د شيطان استيلا ده. بشر په اصل كې يو احمق حيوان دى او د ده معنوي ترقي د ده د فكري اضطراب د پوچو اثارو نوم دى.
هغه څوك، چې د نبوغ او قريحې خاوند دى د معشرت په درد نه خوري او د معاملې خاوند نه دى.
زه د فكر ازادي له هرڅه پورته ګڼم هر څوك له ځانه خوابدي كوم، مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحاله ساتم.
 


درې كاله
 
يو كال موسم ډېرښه راغى بارانونه وخت په وخت پخپله موقع وشول، چې نه له ضرورته زيات و او نه كم.
د زميندارو فصلونو ته هېڅ زيان ونه رسېده او للمه ډېره ښه راغله دهقانان ډېرخوشحال وو، چې فصلونه ډېرښه دي او كال ډېرښه راغلى دى.
كله چې درمندونه تيار شوو خلك په رښتيا د غلې په چلولو ستړي شوو او په كورونوكې د غلې ځاى نه و.
په دغه كال په ملك كې ارزاني راغله او دغسې ارزاني چاپه خوب كې هم نه وه ليدلې. د غلې خريدار، لكه د انځرګل چا په سترګو نه ليده زميندارو به تېل او مالګه په غنمو اخيسته او جنس بدليده.
د زميندارو په كور كې مړى نه و او وير يې و، دوى د پاك خداى په دغې مهربانۍ خوشحاله نه وو او د شكر په ځاى به يې شكايت كاوه همدغه ناشكري وه، چې بل كال هغسې رانغى او غله بېخي وركه شوه. ځينو ويل چې تخم هم په لاس رانغى او خروار په چارك ولګيده.
په دغه كال پر وطن باندې قحطي او ګراني راغله هرڅوك به په غلې پسې لالهانده او سرګردانه ګرزېده او د چا په كور كې د مږك لكۍ نه سپېره كېده.
زمينداران بيا خپه وو او ډېر افسوسونه يې كول، چې ګراني او قيمتي د دې كال واى او غله د پروسږكال، مګر دا اجتماع محاله وه او دغه كال هم په افسوس او ارماندو تېر شو دريم كال له دواړو كلونو نه مخالف راغى، يعنې د ځينو زميندارو غله ډېره زياته وه او د ځينو كښت ته زيان او اپت ورسېده، ځكه نرخونه جګ شوو، مګر قحطي نه وه د چاغله، چې ډېره وه او په ګران نرخ يې وپلورله هغه له ډېرې خوشحالۍ په جامو كې نه ځايده او چا چې د خرڅون غله نه درلوده په كاله يې دغم كاڼي ورېدل.
زه دغه وخت په دې پوه شوم، چې مونږ ټول نشو خوشحاليدلى او په داسې حال كې واقع يو، چې كه يو خوشحاليږي هغه بل به خپه كېږي، يعنې د ځينو خوشحالۍ د ځينو نورو د خپكان نوم دى د همدې لامله وايي، چې يو مړ نشي بل نه مړيږي.
د دنيا په بازار كې داسې سود نشته، چې پلورنكي او پيرودونكي دواړه ګټه وكړي، يعنې يو خپل مال ګران خرڅ كړي او هغه بل يې ارزانه واخلي په كومه سودا كې، چې سود او زيان نه وي او خريدار يا خرڅوونكى يو هم ونه غولېږي يو هم نشي خوشحالېدلى كه يو سړى خپل سل ګون نوټ په شلو پنځه ګونو بدل كړي په دغه تجارت كې خوشحالي او خپګان نشته، ځكه چې سود او زيان پكې نشته كه يو په حساب كې وغوليږي، دى به خپه شي او هغه بل ته به خوشحالي پيداشي اوس پوه شوئ، چې مونږ په څه خوشحاليږو او په څه خپه كيږو؟
كه ښه فكر وكړو ايا د يوه ګټه د بل د تاوان نوم نه دى؟ زما يو ملګرى دومره شته او جايداد لري، چې جامه او ډوډۍ ډېر ښه ورسېږي. كور لري، ځمكه لري، باغ لري، لنګه غوا ورته ولاړه ده، موټريې شته او د هېچا پوروړى نه دى په بانګ كې يې هم پيسې پرتې دي او له هرې هوا بېغمه معلومېږي، مګر يو بل سړى له ده نه هرڅه ډېر لري او ځمكې، باغونه، كورونه او نغدې پيسې يې له ده زياتې دي. هغه خپه دى، چې زه ولې دغه بل قدر ته جايداد نه لرم دا بل خوشحاله دى، چې له هغه نه يې جايداد ډېر دى. زمونږ اكثره غمونه همدغه راز دي، چې د يو بل سړي له خوشحالۍ پيدا شوي دي او ډېرې خوشحالۍ هم شته، چې د نورو له خپګانه پيدا كېږي. دغه يو چې د زړه په جونګړه كې اوسي دغه بل، چې په لوړه ماڼۍ كې استوګنه لري، دى د هغه جونګړه ويني، ځكه خوشحاله دى هغه د ده قهر ويني، ځكه خپه دى كه چيرې مونږ ټول په جونګړو كې اوسيدلى يا ټول لوړو ماڼيو كې واى نه به جونګړه كې د غم كوډۍ وه نه به لوړه ماڼۍ د خوشحالۍ ځاى و.
كه حقيقت ته ځيرشو، يو ګوډ پدې نه دى خپه چې ولې ګوډ دى، بلكې پدې غمجن دى چې ولې نور ده غوندې نه دي. هغه چې پر آس باندې سپور دى او نور يې په مخكې منډې وهي د آس په سپرلۍ دومره نه دى خوښ، لكه چې د نورو له پلې توب څخه خوند اخلي. دا وه زما د درو كالو مطالعه، چې ته يې په لږ ساعت كې مطالعه كوې. دغه لږه پوهه چې ته ورته په سرسري نظرګورې او ستا په نظر كې ډېره سادګي لري زما دپاره ډېره عميقه فلسفه ده زه په ډېره موده كې دغه حقيقت ته رسېدلاى يم ته به په ګړندي ګاډي كې يوه ځاى ته ډېر ژر بې تكليفه ورسېږي، مګر هغه  څه چې په لاره كې يو پلى ويني ته يې پوره نشې ليداى ستا نظر په دغه لاره ډېر ژر عبور كوي او كندې كپرې دا خوا هغه خوا نه ګوري. ستا سير ډېر ګړندى دى او په دغومره سرعت كې دقت او تعمق نه ځايېږي.


 
 
قوي او ضعيف
 
د دنيا دود او دستور خو دا دى، چې زورور به كمزوري وهي او ضعيف به د قوي له لاسه په عذاب وي، مګر په كورونو كې د مينې او محبت تقاضا بل راز ده، هلته يو كوچنى  ماشوم خپل مشر ورور په څپړو وهي او خاندي، يعنې له ټولو نه كمزورى په ټولو زورور دى.
ما ته دغه كورنى دود او دستور ډېر ښه ښكاري او له خدايه غواړم، چې د ارواج عام شي. پدې پوهېږم چې په هر كاله كې همدغه حال دى او په هره كورنۍ كې كوچنيان په لويانو زورور او زړور دي.
د ګيرا او ترسا په كاله كې هم د كوچينانو زور چلېږي او جوړ د ناجوړه په مخكې منډې وهي، مګر چې له كورونو نه  د باندې وګورو، نو بيا قوي پرضعيف مسلط دى. د دنيا طبيعي قانون همدغه دى، چې غټان او لويان به په وړو او بيوزلو سوك او څپېړه پورته كوي او د قوت خاوند به هېڅ تحمل او حوصله نلري.
د دغه ظالمانه قانون د ماتولو دپاره، چې پاك خداى څه شى پيدا كړى هغه مينه او عاطفه ده.
د مينې او محبت په نړۍ كې ضعيف او كوچنى د لوى او قوي تر څپېړو لاندې نه دى، بلكې كوچنيان په لويانو حكومت كوي او د وړو پادشاهي ده.
مونږ ښځه عاجزه بولو، مګر مينې او محبت ډېر زورور او پياوړي د دوى دخوښې او رضا تابع كړي دي.
څنګه چې په زړه زمانه كې ديوان د ښاپېريو تابع وو اوس هم د قوت او قدرت خاوندان د دغه ضعيف او لطيف جنس په مقابل كې ډېر ضعيف معلومېږي.
كه عشق او مينه په مينځ كې نه وي، نو د ديو او ښاپېرۍ زور هېڅكله برابر نه دى او يو ماشوم هېڅ وخت د سپين ږيرو په ږيره لوبې نشي كولاى او نه د مشرانو پر اوږو سپريدلى شي. يوه ورځ يو ماشوم يو غټ سړى له لمنې ټينګ نيولى و او كاله ته يې په زوره بيوه هغه خپله لمن د ده له لاسه خلاصه نكړى شوه كه څه هم د ده زور او د هغه زور برابر نه و د ماشوم مينې او محبت د ماشوم په پنجوكې دغه قوت ايښى و، چې يو لوى سړى يې ځان پسې راښكوده او هغه هم ځان نشو خلاصولى.
كه زما فكر صحيح وي، نو قوت او قدرت هماغه د پخوا زمانې ديو دى او مينه هماغه ښاپېرۍ ده، چې ديوان يې د فرمان لاندې وو.
كه د مينې او عاطفې ماشوم د هر څنګه لوى سړي ګرېوان ته لاس واچوي يا يې لمن ټينګه ونيسي څوك ترينه ځان نشي خلاصولى، ځكه چې دا قوت په ټولو قوتونو زورور دى.
زه مينه او عاطفه د زور او قوت په مقابل كې، ځكه ماشومان بولم چې زور او قوت ډېر پخوا پيدا شوي دي او انساني عاطف، انساني رحم او شفقت وروسته پيداشوو، يعنې هماغه شان چې فرعون له موسى نه دمخه دنيا ته راغى، حيواني غرايز هم له انساني عواطفو نه ډېر پخواني دي او د عمر په لحاظ عواطفو ته كوچنيان ويلى شو، مګر دغو كوچينانو ته پاك خداى هغه قوت وركړي دى، چې فرعونيان ترينه په خوب كې هم وېرېږي او بد بد خوبونه ويني.
 كه څوك په دنيا كې د صلح او سلام غوښتونكي دي او غواړي، چې د ناروا او ظلم مخ ونيسي، نو يوه داسې اختراع په كار ده، چې د عشق او مينې له عنصر نه پكې كار واخيستل شي.
دا اختراع د دماغ كار نه دى د زړه كار دى او د زړه توجه ته ضرورت لري. پدې باب كې ساينس او تخنيك ته رجوع نه ده په كار دا افتخار كه هر وخت دنيا ته حاصليږي، نو د شعر او ادب په لمن كې به وي او د زړونو په مملكت كې به پيدا شي.

 
 
 
ښه ګټه
 
قصابي پرېږدئ له مېږو او پسونو نه بل شان ګټه واخلئ!
د وريو له پوستكو نه پوستينونه مه جوړوئ له وړيو يې ښه توكي جوړ كړئ. كه تاسې وړين كالي واغوندئ پوستين ته څه حاجت نشته.
هغه وخت، چې انسان نه پوهېده د مېږو او وزو پوستكي يې اغوستل، كله چې انسانيت ترقي وكړه او شپون د رمې خاوند شو پشمينه پوشي رواج شوه او د زاهد خرقه له وړيو نه جوړه شوه.
د مېږو او پسونو له غوښو نه د غرو لېوان او پړانګان استفاده كوي او شپانه ترينه يوازې پۍ او وړۍ اخلي.
د وحشي او مدني انسان فرق همدغه دى، چې هغه د ونې ښاخ را ماتوي او ميوه يې خوري، دى ترينه يوازې ميوه ټولوي او ونې ته زيان نه رسوي.
دا ګټه ښه ګټه ده. د انسان ګټه بايد همدغه راز وي.
د ګټې ښه او بده لاره بيژندل د انسان كاردى، ګټه به كار او زيار پاكېږي او بې كاره ګټه ښه نه ده.
د ګټې لاره. چې هر څومره او ږده وي هغومره ښه وي.
هغه كسان، چې د نورو په تيارو درمندونو داړې غورځوي او د ګټې دپاره يې لنډه لاره غوره كړې ده لاسونه اوپښې يې د تړلو دي.
تاسې كوښښ وكړئ، چې ګټه له لرې ځايه راوړئ او د كار برخه پكې زياته وي. هغه چې د كلي په دكان كې سودا كوي او هغه چې له لرې ښاره سودا راوړي په متاع او بها كې يې ډېر فرق موجود دى.
تاسې پخپلو باښو او بازانو د همسايه ګانو چرګوړي مه نيسئ!
د هوا مرغان او د غرونو زركې اوسيسۍ ونيسئ!
له نږدې ډنډونو څخه ناپاكې اوبه مه راوړئ، لږ لرې لاړشئ له هغه سيند يا له هغې چينې نه رڼې او پاكې اوبه راوړئ، چې رنګ او خوند يې ډېر ښه دى.
دا ښه ګټه نه ده، چې يوه روپۍ په دوو روپو وركوئ او خوشې په خوشې د ګټې خاوندان شئ.
ګټه بايد په غيرې مستقيم ډول وي او كار په كې ډېر دخل ولري.
په مستقيم ډول هېڅوك څاره او پارو د غلې په كندوانو كې نه اچوي، مګر هغه غله چې له همدغه ناپاك جنس څخه د كار په وسيله پيدا كېږي پاكه او حلاله ده. لنډه  دا چې بې كاره ګټه كه په غلا وي، كه په سوال وي، كه په زور وي انسان ته نه ښايې او هغه ګټه، چې په كار او زيار پيداكېږي ډېره ښه ګټه ده. ښه كار او ښه عمل د خداى په دربار كې ډېر قدرلري او په مشالونو خرڅيږي.
 
 
 
 
د اختر په ورځ
 
د اختر په ورځ ځينو كورونو ته لاړم، چې د ښايست او ښكلا پكې هېڅ نيمګړتيا نه وه او له ډېرې خيالورې ناوې نه يې هم ډول او سينګار زيات معلومېده.
د كور په نقشه او هندسي شكل كې د جمال مظاهر له ورا معلوم وو، رنګ امېزي په ذوق او سيلقه برابره وه.
د كور پردې ډېرې ښكلې وې.
قالينې، ميزونه، چوكۍ او هر څه ډېر نفيس او ښكلي معلومېدل.
راز راز ميوې به په بلوري لوښو كې ايښې وي او بې له اشتها نه د بل شي نيستي نه وه.
د ثروت او غنا ټولې كرشمې موجودې وي.
عېش او نعمت، لكه د سيدمحمود پاچا لټان له دغه كاله څخه نه وتل كه د دنيا جنت ورته ووايم، څه ډېره مبالغه به نه وي، مګر دومره فرق و، چې ډېرو غټو ګنهكارو ته يې ور بېرته وو او ساده مسلمانان نشو ورتلى.
هلته ما ته دا فكر پيدا شو، چې مونږ ولې هغو كورونو ته نه ورځو، چې دغه راز شيان پكې نشته او يوازې همدردي او انساني عاطفه سړى ورولي كله، چې له دغه كاله په خبرو راووتم، نو فكر مې وكړ چې چا ته ورشم او څوك ووينم په دې كې يو فقير وطن دوست سترګو ته ودرېده، چې نس يې وږى، مګر سترګې يې ډېرې مړې وې، په كور كې هېڅ نه و، مګر په زړه كې يې د وطن  مينه او د خدمت ارزو ډېره زياته وه.
زه، چې د هغه دروازې ته ورسېدم پنځه تنه نور هم په دروازه كې ودرېدل د كور خاوند د دروازې په ټكولو راووت او له مونږ سره يې په ډېره مينه روغبړ وكړ، د هغه له وضع دا معلومېده، چې له مونږ سره پخپل كور كې كښېناستو ته نه دى جوړ او غواړي، چې خبره په ولاړو پښو خلاصه شي، مګر زمونږ زړه غوښتل چې څه شېبه ورسره كښېنو ده او د ده له حاله ځان ښه خبركړو.
هغه له ناكامه مونږ خپل كاله ته بوتلو، د كاله په مخكې يوه زړه چوكۍ او يو زوړ شكېدلى كټ پروت و، چې خاص د مېلمنو دپاره و او بې له مېلمه څخه يې د يوه پوزې تحمل هم نه درلود. مونږ دوه درې تنه د كټ په بازو ګانو كښېناستو او نور په خاورو كښېناستل، څو دقيقې چې تېرې شوې هغه مونږ رخصت كړو او نور يې نه غوښتل، چې خپل اشنايان په سپېره ډاګ كښېنوي.
پدې كاله كې د اختر ورځ، لكه د روژې ورځ داسې وه او په تمامه معنىٰ د يو غريب سړي كور و. د ده د دروېشانه ژوند او صبرو قناعت ماته ډېر معظم او محترم ښكارېده او له ځانه سره مې ويل هغه افتخار، چې د دې كاله په برخه رسېدلى دى هغه بل كور ترينه محروم دى هلته كه غنا او ثروت خپل زيب و ذينت ښيي دلته تقوىٰ او پاكنفسي خپل شهامت څرګندوي او قلندرانه استغنىٰ سترګو ته ودرېږي.
دا هغه سړى دى، چې د يوه ستر شركت لويه سرمايه يې په لاس كې وه او كله به يې دوه لوى رياستونه په اختياركې و.
كه چيرې ده ناجايزه استفاده كولى يا يې جايزه استفاده هم پوره كړى واى نن به دغسې نه و او د ده د كوټو فرش به د نيستۍ باد دومره ژرنه واى وړى، مګر ګورئ چې پدې سړي باندې زړه ونه سېزئ او په حقارت ورته هېڅكله ونه ګورئ. زه هم دا حال د دې دپاره نه ليكم، چې د چا توجه ورته جلب كړم، ځكه چې دې دنيا ته په حقارت ګوري او له ده سره د بې نيازۍ غرور ملګرى دى.
د ده په نظر كې خپله تقوى ډېره درنه معلوميږي. دى ځانته په ډېر درانه نظر ګوري او نورو ته هم ډېر دروند ښكاري. مونږ بايد په هغه چا زړه وسيزو، چې له ډېر مال او دولت سره هم ځانته دغه حيثيت او شخصيت نشي پيدا كولى، يعنې په لوړ مقام كې خلكو ته ټيټ معلوميږي او په ډېر لوى كور كې هر چا ته وړوكى په نظر ورځي. څوك عزة النفس لري او د خلكو په نظر كې د شخصيت خاوند دى په هغه زړه سوى نه دى په كار.
خرقه پوشو په خرقه كې دي موندلي
هغه حظ چې په دنيا كې دنيا دار كا


خاني لاړه
 
په موټر كې سپاره وو، يو خانزاده غوندې سړى هم په موټر كې ناست وو، د تېر وخت زړې قصې يې كولې.
هغه وويل: پخوا موټرونه نه وو، مونږ به په آسونو سواره وو، نوكرانو به مو په مخكې منډې وهلې. هغه وخت خان او غريب معلوم و، خانزاده او د اب سړى پېژندل كېده، عام او خاص يو رنګه نه و. اوس هرسړى په موټر كې سپرېږي او نوكر د بادر له څنګه ناست وي.
چې موټرونه راغله او غريبان پكې سپاره شوه، خاني لاړه او باداري بې رونقه شوه. د خان قصه ډېره اوږده وه، خو د مطلب ټكى دا و، چې خاني لاړه، ځكه چې خواران او غريبان په موټرو كې سپاره شوه.
 
 

يوازې
 
ماشومان، ځوانان، سپين ږيري د پسرلي مېلې ته روان وو. زه هم له دوى سره لاړم او په ډېرو ګڼو خلكو كې ننوتم.
هلته د پښې د ايښودو ځاى نه و او بې حسابه مخلوق راغونډ و، نه پوهېږم چا له ما نه پوښتنه وكړه، چې ته يوازې يې كه څوك درسره شته!
ما وويل: زه يوازې يم.
همدغه وخت زه د يوازې په معنىٰ پوه شوم او دا راته معلومه شوه، چې په ډېرو ګڼو خلكو كې هم سړى ځانته يوازې ويلى شو.
 
 
 
فاتح
 
سكندر له ډېر قوت او ډېرو لښكرو سره ښار ته راغى، د ښار له خلكو سره يې څو ځله زورور جنګونه وكړه.
له دواړو خواوو نه ډېر خلك ووژل شوه، ډېرې وينې تويې شوې، ډېرې ككرۍ تر پښو لاندې شوې، وروسته له ډېرو جګړو هغه د مړو په سرونو پښې كېښودې او د لوى فاتح په حيث ښار ته ننوت.
دى ډېر په قهر و. ده غوښتل چې ښار لوټ كړي او قتل عام جوړ كړي، مګر دا كار ده ونشو كړى، ځكه چې په ښار كې يو پټ قوت موجود و، چې ده ورسره مقابله نشوه كولاى. دى چې ښار ته ننوت په يوې ډېرې ښكلې پېغله يې سترګې ونښتې او په يو ځل ليدو يې زړه بايلود.
څوك، چې بې زړه شي هغه بيا جنګ او جګړه نشي كولى، ځكه ده هم له خپل ټول قوت او قدرت سره ځان دغې پېغلې ته وسپاره.
دغه لوى فاتح، چې عشق او مينې په پنجو كې ګېر شو بل راز شو او د خپلې معشوقې د خوښې دپاره يې د ښار د خلكو خدمت ته ملا وتړله.
دغه وخت دا معلومه شوه، چې دى فاتح نه و فاتح بل څوك و. دى په دې نه پوهيده، چې په ډېر زور او قوت خپل ځان يوه قوت او قدرت ته سپاري، چې له سلطان او شهنشاه نه د خلكو خدمتګار جوړوي.
په رښتيا، چې د عشق مقام ته رسېدل هم څه اسانه كار نه دى او د ښكلا په دربار كې پادشاهي هم په تعظيم او احترام سرټيټوي.
هلته محمود د اياز تابع دى او سكندر هم په يوه نظر بل راز كېږي او قهر و غضب خپل ځاى مينې او محبت ته پريږدي.


لباس
 
بدرنګه خياط وه، مګر كار يې ښايسته و او كالي يې ډېرښه ګنډل. د فېشن خاوندانو خپلې درېشۍ په بل چا نه جوړولې، هر چا به ويل چې فلانكى ډېر ښه خياط دى، د ده په شان لباس بل څوك نشي جوړولى.
دغه هنر په دغه سړي كې ډېر غرور او تند خوي پيدا كړي و، يعنې څومره چې د ده څېره سپۍ وه هغومره يې خوى هم سپى و، مګر دغو دوو سپو د چامخه نشوه نيولى او د خلكو هجوم په ده باندې ورځ په ورځ زياتېده، ځكه چې صفت او هنر په ده باندې د ښه خياط نوم ايښى و.
كه دا سړى له دغې ناشولتې څېرې او خپل بد عادت سره ښه خياط نه واى، له ده نه به بد بخته انسان بل نه و يا به دى هغه وخت د ښه سلوك او ښه خوى خاوند او سيرت به يې بل راز و، يعنې ښه خياط به نه و ښه سړى به و، مګر اوس د ده هنر او كمال ښه خوى ته ضرورت نه لري او د ده په بد خوي او بده څېره يې ډېره پرده غوړولې ده، ځكه هر چا ته ښه ښكاري او هر څوك ورته په قدر او عزت ګوري.
فن او صنعت ډېر ښكلي شاګردان د ده لاس لاندې كړه او د ډېرو ښكلو د قد او اندام اندازه اخلي. زه دغه خياط په دې حقيقت ډېر ښه پوه كړم، چې د انسان حقيقت په صنعت او هنر پټېږي، ځكه دغه سړى د خلكو په نظر كې محبوب دى او هر څوك يې د زړه ساتلو كوښښ كوي. همدغه شان چې يو بدرنګه مخ له ښايسته پلو لاندې پټ دى او د هر چا نظر ځانته را كاږي.  دا خياط هم د ښه لباس په جوړولو كې پټ دى، چې څوك يې حقيقت ته نه ګوري كار او لياقت ته يې ګوري.
د ښه لباس اغوستل، خو په ځاى پرېږده جوړل يې هم دغومره اثر لري، چې بد ښه كولى شي.
لباس په لومړي وخت كې د ځان پټولو دپاره جوړ شو، چې پخوا يې ښايست هم پټاوه او د ښكلا مخه يې نيوله خووروسته پخپله دومره ښكلي شو، چې د انسان اصلي او حقيقي ښايست يې له هر چا هېركړ او د تاوس بڼو كار ترينه واخيستل شوه.
د انسان لباسونه ډېر زيات او څو رازه دي، چې ځينو ته مونږ د لباس په نظر نه ګورو، هغه ښايست او ښكليتوب چې د انسان په څېره كې وينئ، له يوه لباس نه زيات قيمت نلري كه څه هم په ډېر جګ نرخ خرڅېږي او له انسان نه يې قيمت ډېر لوړ شوى دى.
په دغه قيمتي لباس كې هم د انسان عيبونه پټ دي او ستا دا عيوب دا ښكلې پرده د ستر دپاره د انسان په معايبو اچولې ده.
هغه، چې مونږ ورته خوبان وايو او ډېر ښكلي په نظر راځي مونږ پرې زړونه بايلو او عشق ور سره لرو، مګر په دې نه پوهېږو، چې څومره بد خويونه او ناكاره عادتونه په دغه ښكليتوب كې پټ دي. كه دا خبرې او عادات په بل چا كې وي ډېر بد ورته ګورو،  مګر دلته د صورت ښايست د سيرت عيب پت كړى او په همدغه وجه د ليلىٰ سپى د مجنون په نظر كې ښاغلى دى. د همدې لامله د معشوقو جفا له وفا نه ښايسته ده او د ښكلو ظلم او ستم ظالمانو ظلم غوندې بدرنګه نه دى.
مونږ علاوه په دغو ظاهري لباسونو معنوي لباسونه هم ځانته پيدا كړي دي، چې يو له بله پكې ځان پټوو او په دغه وسيله خپل حقيقت له پوهانو او هوښيارانو نه هم پټ ساتلى شو.
د دغه لباس نوم پوهه او هوښياري ده، چې د علم او معرفت په نامه يادېږي.
هغه چې زمونږ په نظر كې عالم، فيلسوف يا اديب او هنرمند معلومېږي د هغه عيبونه د علم او پوهې د پردې لاندې پټ دي، چې مونږ يې ښه نه وينو يا يې ډېرښه وينو او نقص راته كمال معلومېږي.
څنګه چې فصاحت او بلاغت كله حق ناحقه كوي او غلط صحيح ښيي د فصاحت او بلاغت خاوندان هم له ډېرو عيبونو سره زمونږ په نظر ښاغلي ښكاري او اصلي حقيقت يې رانه پټ دى.
هو! د جمال او كمال خاوندان او د علم او معنىٰ صاحبان د ډېرو ښكلو او ښايستو پردو تر شا پټ دي، چې مونږ يې اصلي بڼه نه شو ليدلى.
د منطق او بيان خاوندان خپله بدي هم نېكي ښودلى شى او د بل نېكي بدرنګولى شي.
د دې عصر سحر او جادو په دغه ډول زمونږ په سترګو او نظر لوبې كوي.
ډېر وخت په كار دى، چې انسان طلسم هم مات كړي او حقيقت ته ورسېږي يا له يو بل طلسم او بل سحر سره مخامخ شي.
مونږ اوس انسان نه وينو يا د انسان رنګ او صورت وينو يا يې په وينا او خبرو كې ګورو، كه ډېر وړاندې لاړ شو، نو كار او هنر كې يې وينو.
د انسان حقيقت صورت نه دى، پوهه نه ده فصاحت او بلاغت نه دى. په كار او صنعت كې هم د انسان فطرت او نفسي كيفيات څوك نه شي ليداى.
دا ټول شيان د انساني حقيقت د پټولو او ښه ښودلو رنګ رنګ لباسونه او حجابونه دي. د انسان غراېز او خوبونه د انسان اصلي حقيقت دى، چې ډېرې پردې يې په مخ پرتې دي. انسان پس له مړينې په قبر كې هم بې پردې نه شي او سېدلى او چېرته، چې دى نه ځان وينې او نه بل وينې بيا هم بايد په كفن كې پټ وي، ځكه چې د ده ټول عزت او حرمت په دې كې دى، چې بې پردې نه شي او څوك يې بې پردې ونه ويني.
هغه انسان، چې په عبادت كې يې ريا پټه ده، په هوښيارۍ كې يې شيطنت پټ دى او سخاوت يې هم د يوه داسې پټ تجارت نوم دى، چې له ګمركي محصولاتو نه هم معافيت لري، هغه تر قيامته له نورو نه ځان پټولى شي.
دا ستر، لكه د ښځو حجاب او حيا هغه شى نه دى، چې د مدنيت او تجدد شمال يې له مخه لرې كړي. په دغه ستر ډېر بې پردې خلك هم ډېرټينګ دي.
 
چېر ته، چې د نن جامې ډېرې لنډې شوې دي او خلك د صورت بربنډولو ډېر هوس لري، هلته هم د انسان سيرت او حقيقت په ډېرو پردو كې پټ دى.
په انسان كې ځينې داسې ضعيفې جنبې شته، چې له ډېرې حيا نه خپل خاوند ته هم ځان پوره نه ښيي او انسان ورته له ډېره خجالته سم نه شي كتلى، همدغه سبب دى چې هر څوك خپل ځينې شيان هېروي او خپلو عيبونو ته داسې اصلاحي رنګونه وركوي، چې په خپل ځان يې ګمان بل راز شي او خپل شعور هم وغولوي. نن د انسان څېره په تلويزون كې له ډېر لرې ځايه ښكاري، مګر د انسان معنوي څېره او باطني تصوير دومره پټ دى، چې سړى په خپله خپل ځان پوره نه شي ليدلى، بلكې خپل عكس د نورو په نظر كې ويني. كه چا ته چا ښه ويل هغه ځان ښه ګڼي او خوشحالېږي، كه خلكو څوك بد وګاڼه له بدو خلكو سره په زندان كې لوېږي، كه څه هم يوسف يا سقراط دي.
 همدغه وجه ده، چې له ډېرو خلكو نه د ستايونكو په ستاينو د متملقينو په منطق ځانونه وركېږي او خپل ځان بل شان ويني. د همدغې اغيزې په سبب اوس د ځينو رنځورانو علاج په خبرو كوي او ډاكټران ورته وايي، چې ډېر ښه يې او هېڅ مرض دركې نه شته، يعنې د دغه دروغو شاهدي ناروغ هم ښه كولى شي او يو طبي علاج ګرځيدلى دى.
زه دا منم، چې په دنيا كې ښه او بد شته، مګر د ښو او بدو په پېژندلو كې دومره سودايي شوى يم، چې دغه تميز رانه ورك غوندې دى. كيداى شي، چې مونږ ډېرو كسانو ته په دروغو ښه ووايو او هغه ښه شي يا ډېر ښه بد ګڼو او هغه بد شى، چې زمونږ ښه او بد زمونږ د تصور او تفكر نومونه دي نه د حقايقو.مونږ هغه چا ته ښه وايو، چې زمونږ ښه او بد زمونږ د تصور او تفكر نومونه دي نه د حقايقو. مونږ هغه چاته ښه وايو، چې زمونږ په ذهن او نظر كې ښه وي نه دا، چې په خارج كې ښه وي يا يې حقيقت ښه وي
مونږ څومره او څو زره كاله پخوا هم د ښو او بدو په نامه ځينې شيان له ځينو نه ښه ګڼل او اوس هم ښه او بد يو راز ګڼو، ښايي چې بد ښه وګڼو او ښو ته بد ووايو، په همدغسې تميز ځان له بې تميزۍ نه وژغورو.
مونږ ظلم بد ګڼو او عدالت خوښو، مګر ځينې مظالم راته د عدالت په څېر ښودل شوي دي او ډېرو بدو خلكو راته ځانونه ښه ښكاره كړي دي، يعنې منطق او استدلال، ريا او تذوير، شعر او ادب، عقل او فلسفه، عرف او عادت، سياست او تمدن، كله له سمې لارې نه اړولي يو او زمونږ په شعور او احساس يې هر راز لوبې كړې دي. دا كار هر كله او هر چېرته پوهانو او د هنر خاوندانو كړى دى، احمقان او ساده ګان خداى له دغسې سترو ګناهانو نه ساتلى دى، د هغوى اغراض او مطلب دومره لوڅ دى، لكه د متمدنو خلكو مېرمنې، هغوى د حقايقو په پټولو كې ډېره لږه برخه لري او ژبې يې له زړونو سره ډېر غدر او خيانت نه كوي. هلته دوستي او دښمني، ګناه او تعدي  ظلم او رحم ځان بل راز ښيي.
ريا او ټګي د هغوى كاله ته ډېره لاره نه لري.
هلته د صداقت ځاى سياست نيولى دى.
هلته خلك ډېر لباسي خلك نه دي او په ډېرساده لباس كې ژوند كوي.
 
 

خيرات
 
ډېر غټ سړى مړ و او په بدرګه كې يې ډېر پسونه، غوايان او چرګان حلال شوو، دا خيرات ډېر لوى او زورور خيرات و، چې د شاهانه مېلمستيا رنګ يې درلود. د خيرات د انتظام دپاره ډېر خلك مقرر وو او ډېرو ښو اشپزانو پخلى كاوه، د خداى د رضا دپاره راز راز نعمتونه او هر رنګه طعامونه تيار شوه، خلك لكه مېلمانه په ټكټو را وبلل شوه او د هر چا ځاى معلوم و، هغه چې په ګړنديو ګاډيو كې راغلل دننه قصر ته ننوتل.
د خانانو او ملكانو دپاره بېل ځاى و، مامورين او ميرزايان ګوښې ناست وو.
د سوداګرو او زميندارو دپاره بل ځاى جوړ شوى و.
هر چا ته د هغه په اندازه برابره ډوډۍ راتله.
د هر چا درجه او مرتبه معلومه وه.
د عامو وګړو دپاره غټې وريجې وې او له معتبرو نه بېل ناست وو.
د سوداګرو او زميندارو دپاره بل ځاى جوړ شوى و.
هر چا ته درجه او مرتبه معلومه وه.
د عامو وګړو دپاره غټې وريجې وې او له معتبرو نه بېل ناست وو.
ځينې خواران او فقيران كه څه هم وږي پاتې شوه او چا هلته پرې نښودل، مګر د اب او عزت خلك په ډېر ښه شان عذر شوه او د زورورو قدر او عزت پوره شو.
د دې خيرات قصې تر ډېره وخته كېدلې! هر چا به ويل، چې ډېر زورور خيرات و، ډېرې پيسې پكې ولګېدې.
هلته يو ړوند او يو شل ناست و هغوى وويل: افسوس، چې زمونږ څه پكې نه وه او مونږ هلته چا پرې نښودو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery