مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يادښت

يادښت

په اوسني وخت كښي چي د جنګ فرهنګ د افغانستا دخلكو د ژوندانه په ټولو برخو باندي اغېزي شيندلې دي. په ادبي، هنري او فرهنګي كارونو باندي لاس پوري كول چي وكولى شي د هغه فرهنګ په وړاندي ودرېږي. دمرستي، همكاري او انسان دوستۍ روحيه پياوړې كړي. زموږ د هيواد د شاعرانو، ليكوالانو او فرهنګيانو د سترو مسؤليتونو او دندو له جملې نه شمېرل كېږي. د هغو ټولنو له خوا چي د ادبياتو د ودي او تكامل په لاره كښي كار كوي. د شاعرانو او ليكوالو هڅونه او تشويق د هغو دره ناوى او د ادبي پنځونو د چاپ له لاري د هغو ننګه او ملا تړ يوه ډېره ارزښتناكه خبره او ګټور كار دى.
د همدې ټكي پر بنسټ د افغانستان د قلم ټولني د ۱۳۸۶ هـــ ل كال د لومړنيو شپږو مياستو د كړنلاري له مخي د درنو شاعرانو او ليكوالو دشعري او ادبي اثارو د چاپ په برخه كښي د ښاغلي سيد فخرالدين هاشمي ( ډېوې په باد سپارمه) د شعرونو كتاب چاپ كړ او د دغه شاعر لپاره د نورو ارزښتناكو اثارو د ليكلو په برخه كښي د زياتو برياليتوبونو هيله كوي.

دافغانستان د قلم ټولنه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery