مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

راځه مچ كو سره بېل سو

Michael Drayton

بله نسته راځه مچ كو سره بېل سو
پر يوه لاره نور نه سو سره تللاى
چي مي كړي ستا دپاره دي راضي يم
نور مي نه سمه ژوندون خاوري كولاى
ښه دى ښه دى چي ته هم ناراضه نه يې
زه په سپين مخ چي آزاده يم بېلېږم
سره ور به كو لاسونه بيا به بېل سو
سره هېري به وعدې كو جلا كېږم
چي يو وخت سره ورځو داسي به ښيو
چي په ژوند كي مو هيڅ نه دي پېژندلي
هسي نه چي څوك را پوه سي چي مين و
يو د بل په ياد مو زړونه تپېدلي
اوس چي ګران مي د مرګي پر بستر پروت دى
او وروستى نفس يې ستوني ته راغلى
د بدن واك يې پردى ژبه ګونګۍ ده
عزراييل ورته حاضر ګونډه وهلى
هسي سترګي پټوي له دې نړيه
ته وا نه و كله دلته هستېدلى
اوس چي ټولي دنيا لاس ورنه اخيستى
اوس چي دوست او دښمن لاس ور نه پرېوللى
خدايه ته به جوړوې پرې كړي غاړي
ستا قدرت او ستا حكمت ته مي سپارلى

Michael Drayton
Since there�s no help, come let us kiss and part
Nay, I have done, you get no more of me.
And I am glad, yea glad with all my heart
That thus so cleanly I myself can free.
Shake hands forever, cancel all our vows,
And when we meet at any time again
Be it not seen in either of our brows
That we one jot of former love retain.
Now at the last gasp of love�s latest breath
When his pulse failing, Passion speechless lies,
When faith is kneeling by his bed of death
And innocence is closing up his eyes �
Now it thou wouldst, when all have given him over,
From death of life thou mightst him yet recover.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery