مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ماشوم سندره

William Blake

وحشي درو كي مي شپېلۍ ږغول
پكښي رواني د مستۍ سندري
پاس مي په وريځ كي يو ماشوم وليدى
رانه يې غوښتې د خوښۍ سندري
ويل يې واوروه د وري سندره
ماشوم په وېړه خوله خندله راته
ما پر شپېلۍ ګوتي راغبرګي كړلې
هغه مي كړل چي ده ويله راته
ما چي سندره په شپېلۍ كي ويل
ماشوم نارې كړې ويل زور وركه
هغه دا ځل په زوره زوره ژړل
ويل د وري نغمې ته اور وركه
ماشوم نارې كړې شپېلۍ وغورځوه
زه درنه غواړم د خوښۍ سندري
ما هم په خوله راوړې هغسي نغمې
هغه زما مستي د ځوانۍ سندري
ماشوم له هسك څخه كتله راته
او په كټ كټ به يې خندله راته
ويل بينماره يو قلم راواخله
همدا سندره پر كتاب وليكه
داسي يې وليكه چي ټول يې لولي
نغمه نغمه دي پر هر باب وليكه
او دا يې وويل پناه سو ماشوم
په هغه وريځ كي الونيا سو ماشوم
ما هم له نل څخه قلم جوړ كړ
كتاب ليكلو ته مي چم جوړ كړ
د نل قلم له اوبو رنګ واخيستى
د زړه سندري ته مي زنګ واخيستى
اوس به سندره په مستۍ ولولي
چي هر ماشوم يې په خوښۍ ولولي

د وري سندره
كوچنى وريه ته چا جوړ كړې
چا ژوندون دركړ چا مړ كړې
اوبوي دي څوك ويالو كي
څوك دي پيايي په دښتو كي
دا جامې دي چا ګنډلي
دا مستۍ چا در بخښلې
دا پستې جامې وړيني
دا روښاني تكي سپيني
دا ستا څه نازك آواز دى
په دښتو كي لكه ساز دى
كوچنى وريه ته چا جوړ كړې
چا ژوندون دركړ چا موړ كړې
كوچنى وريه درته وايم
زه يې تا ته نوم در ښايم
هغه ستا په نوم نومېږي
ځان ته ورى وايي پوهېږي
نازولى دى نازك دى
ووړ ماشوم دى ستا ورورك دى
زه ماشوم يمه پوهېږم
وريه ستا په نوم نومېږم
وريه خداى دي نګهبان سه
ځه ساتونكى دي سبحان سه

William Blake
A Child Song

Piping down the valley wild
Piping songs of pleasant glee
On a cloud I saw a child.
And he laughing said to me

Pipe a song about a lamb;
So I piped with merry chear,
Piper pipe that song again
So I piped, he wept to hear

Drop thy pipe thy happy pipe
Sing thy songs of happy chear,
So I sung the same again
While he wept with joy to hear

Piper sit thee down and write
In a book that all may read
So he vanish'd from my sight
And pluck'd a hollow reed.

And I made a rural pen,
And I stain'd the water clear,
And I wrote my happy songs
Every child may joy to hear

The Lamb
Little lamb who made thee
Dost thou know who made thee
Gave thee life & bid thee feed.
By the stream & o'er the mead;
Gave thee clothing of delight,
Softest clothing wooly bright;
Gave thee such a tender voice,
Making all the vales rejoice!
Little lamb who made thee
Dost thou know who made thee

Little lamb I'll tell thee,
Little lamb I'll tell thee!
He is called by thy name,
For he calls himself a lamb:
He is meek & he is mild,
He became a little child:
I a child & thou a lamb,
We are called by his name.
Little lamb God bless thee.
Little lamb God bless thee.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery