مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ژوندانه تغير

William Dunbar (1460 � 1513)

غواړم پوه سم چي دا څرنګه دنيا ده
څه عجيبه بې ثباته بې وفا ده
زړه مي غواړي چي يې پوه په افسانه سم
چي پر كوم لوري يې مخ پر كومه خوا ده
نه مي زور د عقل فكر په رسېږي
نه يې ژبه رامعلومه نه معنى ده
په ټول ژوند كي په يوه حقيقت پوه سوم
غولونكې دا نړۍ لار يې خطا ده
چي پرون مي څه ليدل ما به ويله
څه موسم دى هر څه ښكلي معلومېږي
لكه بڼه د طاووس هر څه رنګين دي
هم تازه هم يې رنګونه پورته كېږي
نن يې هر څه لكه زهر دي ترخه دي
پر وجود مي لكه نېښ هسي لګېږي
نه پوهېږم څه ژوندون دى څه يې راز دى
دوه رنګي يې په هر څه كي څرګندېږي
چي پرون به مي ليدې دستې د ګلو
نن يې جوړه قتلګاه ده په بوستان كي
چي سندري يې ويلې په ځنګلو كي
اوازونه يې وچ سوي دي په ځان كي
تر واورين بړستن يې لاندي ځالګۍ دي
كور يې جوړ دى په تور تم په ګورستان كي
په هر اوړي پسي ژمى رارسېږي
د ګلونو قافلې دي خاوري كېږي
بيا موسم د پسرلي سي د ګلونو
بيا غونچې وي بيا به هر سهار غوړېږي
چي د نيمي شپې تياره پلو سي پورته
د آسمان له كنارو خوښي اورېږي
په خوښۍ پسي نوبت دى د غمونو
له غمونو سره لور د خوښۍ زېږي
له ازله چي جهان دى پيدا سوى
د رنګونو معمى ده چي چلېږي

William Dunbar (1460 � 1513)
Of the Change of Life
I seik about this warld unstabille
To find ane sentence convenabille
Bot I can nocht in all my wit
Sa trew ane sentence fynd of it
As say, it is dessaveabille.

For yesterday I did declair
Quhow that the seasoun soft and fair
Com in als freche as pako fedder
This day it stangis lyk ane edder
Concluding all in my contrair.

Yisterday fair up sprang the flouris
This day thai ar all slane with schouris
And fowllis in forrest that sang cleir
Now walkis with a drery cheir
Full caild ar baith thair beddis and bouris.

So nixt to symmer wyntir bene,
Nixt efter confort, cairis kene
Nixt dirk mednycht the mirthfull morrow
Nixt efter joy aye cumis sorrow.
So is this warld and ay hes bene.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery