مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د دې انګورو شراب

Edna St Vincent Millay

زه شراب له دې انګورو جوړومه
شپه او ورځ به مي تر مرګه دغه كار وي
په انګورو به لړلې ګور ته ځمه
تر مرګي به مي دا ژوند او دغه لار وي
كه دي زړه وي چي خواله راسره وكې
راسه راسه د انګورو په موسم كي
ما به وينې چي شراب ترې جوړومه
نه د ژوند او نه د مرګ به يم په غم كي
پر وجود مي نښتېځلي انګور كښېږده
ما تر مرګه په همدغه حال كي پرېږده
راته راوله درې ښځي د پرېوللو
خو چي پاك نه كي انګور زما په پرېوللو
چي ما پاكه د انګور له اوبو نه كي
تور عاشق ته زما وجود ور حواله كي
چي په لاس مي د مرګي د منګول وركي
او هغه مي لڅوي په خپل بستر كي
نو به پوه سي چي يو بل څوك دى راغلى
له ده مخكي تر بستره رسېدلى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery