مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سريزي پر ځاى


زيات و كم درې كاله مخكي مي د كوټي په ښار كي د پښتو ژبي د خوږ ژبي شاعر عبيدالله دروېش سره قدم واهه، چي د خبرو په ترڅ كي يې راته وويل چي كه زه د انګليسي ژبي شعرونه منظوم ترجمه كړم دا به مي لوى كار كړى وي. زه نه پوهېږم چي ښاغلي دروېش، چي زه يې له شعرونو او كلام سره خاصه علاقه لرم، ولي دا خبره ماته وكړه. زه يقين لرم چي هغوى پخپله هم دا كار كولاى سواى، ځكه چي انګليسي ژبه يې زده او د پښتو ژبي لوى شاعر دى. په هر صورت ما په دې باره كي نور فكر نه دى كړى، ښايي هغوى به پر ما باندي دا پېرزوينه درلوده او يا به يې ښايي زه ځكه د دې كار اهل بللى يم چي له راډيو څخه يې زما ځيني منظومي ترجمې اورېدلي وې. كله چي بيرته امريكا ته راغلم نو مي دې ترجمو ته مخه كړه.
په لومړي سر كي مي مرحوم حبيب الله تږي ته خپلي يو څو ترجمې وروښوولې او له هغه څخه مي دا پوښتنه وكړه چي دا كار په كولو ارزي او كه زه هسي خپله انرژي مصرفوم. تږي صاحب راته وويل چي كه ده منظومي ترجمې كولاى سواى نو په ژوند كي به يې بل هيڅ كار نه واى كړى او كه زه چيري دې ترجمو ته دوام وركولاى سم نو بايد چي خپل وس په هيڅ توګه درېغ نه كړم.
زه دې خبري ته متوجه سوم چي اصلاً د پښتو ادب په ساحه كي هر ډول ترجمه ځكه ګټوره ده چي په دې ژبه كي تر هر څه زيات د ترجمې كمبود دى. دې ټكي ته زموږ ليكوالانو ډېره لږه توجه كړې ده او د دې بې غورۍ څخه د ادبياتو قلمرو مستثنٌى نه دى پاته سوى. ما د لس هاوو انګليسي ژبو شاعرانو په سل هاوو شعرونه سره واړول او هر شعر چي مي په نظر په زړه پوري راتلى او زما قضاوت به ويل چي د لوستونكو او اورېدونكو د علاقې وړ به وي، هغه به مي ترجمه كاوه او يوه ورځ متوجه سوم چي دا ترجمې زياتي سوي او يو كتاب ورڅخه جوړ سوى دى، نو ځكه مې د چاپ تكل وكړ. كه دا ترجمې، لكه زما قضاوت چي حكم كوي، په ريشتيا هم د لوستونكو د علاقې وړ وګرځېدلې نو په راتلونكي كي به، كه خداى  كول، نورو ترجمو ته مخه كړم.
يو شى چي په غربي شعرونو او ليكنو كي زما خوښېږي، هغه د شاعرانو او ليكوالانو د موضوعاتو پرېماني ده. كه يې عشقي شعرونه دي، كه اجتماعي او كه حماسي رنګ لري، ټول د موضوعاتو د انتخاب له پلوه دونه غني دي چي ګواكي په ميليونو شعرونو كي يې دوه په يوه رنګ نسته. د بلي خوا د مفاهيمو د افادې دپاره يې كلمات او تركيبونه زموږ سره ډېر توپير لري، او كه تر دې دواړو خبرو راتېر سو نو د هغو شاعرانو او ليكوالانو دپاره چي يا يې انګليسي ادبيات له سره كتلي نه دي او يا په انګليسي ژبه بېخي نه پوهېږي نو د بېګانه ژبي د شاعرانو سره اشنا كېدل او د هغوى د كلام منظومي ترجمې لوستل ډېر بې ګټي كار نه دى.
زما په خپله عقيده، د مثال په توګه، د ويليم شكسپېر د "خواږه دروغ" په نوم شعر، د ډي ايچ لارنس د "مار" په نوم شعر، د تامس هارډي د "آه ته زما قبر كينې؟" په نوم شعرونه او داسي نور په سل هاوو شعرونه هر يو په څو څو واره لوستلو او اورېدلو ارزي. كله چي د تامس پرينګل د "ليري په دښت كي" په نوم شعر لولو بالكل زموږ خپله كيسه ده، خو په هغو كلماتو او هغي طرحي چي د خپلو شاعرانو او ليكوالانو څخه مو نه ده اورېدلې، او يا د انګليسي ژبي د تر ټولو مشهور شاعر ويليم شكسپېر دا كلام :
ته د دوبي روڼه ورځ يې؟ زه دا څنګه سم منلاى
ستا ښكلا تر هغې زياته تا ته نه سي رسېدلاى
رژوي يې توند بادونه په ښاخلو كي سره ګلونه
ورپسې د ژمي شپې وي سپيني واوري غرونه غرونه
كله كله د لمر سترګه لكه اور داسي لګېږي
د اسمان لمن توده سي سرې لمبې ورنه اورېږي
ښه موسم له ياده وزي په سړي پوري ورځ اور سي
مځكه داسي سره تبۍ سي چي دي زړه له ګرمۍ تور سي
خو ستا دوبى دايمي دى په هيڅ وخت نه خزانېږي
چي ښكلا ده خداى دركړې نه وركېږي نه كمېږي
نه پر تا يې كېږي سيورى نه مرګ لاپي سي كولاى
د وختونو په كوګل كي ستا جلوه نه سي وژلاى
چي تر څو انسان ژوندى وي چي يې سترګي سي ليدلاى
دا به ژوند بخښي و تا ته ستا نوم نه سي وركېدلاى

د لارنس ډنبار "درنه ونه" په نوم شعر كي په ډېر قوت د اجتماعي بې عدالتۍ څخه پرده پورته كوي او داسي ښكاري لكه زموږ د وطن كيسه چي راته كوي. همدغه شاعر په "خولګۍ راكه شل كلني" په نوم شعر كي په دومره ساده كلماتو دونه اورنۍ مينه افاده كړې ده چي په بار بار لوستلو ارزي.
په لومړي سر كي مي مي غوښتل چي د انګليسي ژبي صوفيانه شعرونه په جلا توګه ترجمه كړم او ضمناً يې د پښتو او فارسي ژبي له تصوفي كلام سره مقايسه كړم خو وروسته مي فيصله وكړه چي د نورو انګليسي شعرونو سره يې په يوه مجموعه كي چاپ كړم. پرېږده چي د صوفيانه كلام شوقمن كسان خپل د خوښي مضامين پخپله پكښي پيدا او انتخاب كړي. د الفرډ لارډ، ت"گول هغه دى"، په نوم شعر كي وحدت الوجود په دونه ښايسته او ساده كلماتو افاده سوى دى چي سړى يې بېخي ترجمه ګڼلاى نه سي :
دغه ستوري دغه مځكه اسمانونه
دا بې شمېره انسانان او بېل رنګونه
ټولي نښي هسي نه درته ښكارېږي؟
چي له ده يې ته بېل سوى نور بېلېږي
چي نړۍ ټوله تياره په مخ كي ستا ده
ته علت يې او دا ټوله ستا خطا ده
دا هم ته يې د هغه اراده نه ده
ځانته ځان وايې او وايې چي دا زما ده
دا په خپله لويي څومره ډېر خوښېږې
موجود نه يې او په خپل وجود نازېږې
د همدې لويى له لاسه تباه كېږې
بې خبره به تياره كندي ته لوېږې

دغه راز په "نيروانا"، "برهما"، "جانان زما زه د جانان يم" او نورو شعرونو كي غربي تصوف هغه مفاهيم راوړي چي زموږ غوږونه، كلونه كلونه، يوازي په شرقي ادبياتو كي ورسره اشنا وه. په هر صورت زه به خپل لوستونكي د غونډ متن لوستلو ته راوبولم او يقين لرم چي له لوستلو به يې ستړي نه سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery