مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زما جواب وكه

Emily Jane Bronte
1822-1848

له ښايستو ځلاندو سترګو دي جواب غواړم جانانه
ته ما ولي انتخاب كړې له دې مځكي تر آسمانه
چي مي عقل مرور سي او په سپكه راته ګوري
او لا خاندي چي محروم سم له ښېګڼو د جهانه
تر خوږه ژبه دي جار سم جواب وركه د سيالانو
ته ما ولي انتخاب كړې له دې مځكي تر آسمانه
چي په ځان مغروره عقل كوي خپل قضاوتونه
او راوړي يې ميدان ته تېره ژبه تېز فكرونه
زما وكيله ستا به ژبه هلته څنګه ګونګۍ كېږي
نوراني فرشتې وركه زما د عقل جوابونه
چي مي ولي ستا دپاره ترك وهلى ټول جهان دى
كه مي مال دى كه مي سر دى هغه ټول تر تا قربان دى
ولي ما د نورو خلكو له سفره ځان ژغورلى
ما جلا لاره اخيستې بېل هدف مي دى ټاكلى
نه په فكر كي د مال يم نه قدرت زړه كي راګرځي
نه عيشونه سره ګلونه، نه جنت مي لټولى
چي يو وخت خلكو بلله د وليانو زيارتونه
يا يې كله اورېدله زما خواستونه فريادونه
چي يې وليده دربار كي نذرانه چي ما ور وړې
سپك نظر يې ورته وكړ كم بها وه خيراتونه
د وليانو زيارتونو خدا زده څه راڅخه غوښته
زه دروېش وم ورغلى زما تحفه وه شنه برګونه
ما په زړه كي سوګند ياد كړ چي په ژوند به بيا را نه سم
نه جنډۍ راننګومه نه د كاڼو جوړ قبرونه
نور مي روح تا ته سپارلى نور به ستا ستاينه كړمه
چي هر ځاى مي يې ملګرى لكه سيورى پلونه پلونه
هم غلام يې هم ملګرى هم پاچا يې ما منلى
زما جانانه درته ښايي دا درې واړه صفتونه
ته غلام زما د قدرت يې اراده لرمه ټينګه
زه دي زور ته وركومه د نېكۍ بدۍ رنګونه
ته ملګرى زما د لارو هم په ورځو هم په شپو كي
زما له تا سره شريك دي د خوښيو ټول رازونه
زما له اوښكو څخه كش كړې د خوښۍ او دعا چيغي
هم مي درد يې هم مي زخم هم كرار كې پرهارونه
خو بيا هم زما د سر تاج يې ته پاچا زړه مي رعيت دى
خو ازل و دې رعيتو ته ښودلى بغاوت دى
نو دا زه يم پر غلطه چي كوم عبادتونه؟
هغه ځاى كي چي ايمان ته پاته نه وي ګومانونه
نه اميد له زړونو تښتي او نه هيلي خاوري كېږي
او خپل روح مي راته راكړي د غوښتنو جوابونه
د خيالونو خدايه وايه جواب تا ته دى اسانه
ته ما ولي انتخاب كړې له دې مځكي تر اسمانه


Emily Jane Bronte (1818-1848)
Plead for me
OH, thy bright eyes must answer now,
When reason with a scornful brow,
Is mocking at my overthrow!
oh, thy sweet tongue must plead for me
And tell why I have chosen thee !

Stern Reason is to judgment come,
Arrayed in all her forms of gloom:
Wilt thou, my advocate, be dumb?
No, radiant angel, speak and say
Why I did cast the world away

Why I have persevered to shun
The common paths that others run;
And on a strange road journeyed on,
heedless, alike of wealth and power
Of glory's wreath and pleasure's flower.

These, once, indeed, seemed being Divine;
And they, perchance heard vows of mine
And saw my offering on their shrine;
But careless gifts are seldom prized,
And mine were worthily despised.

So, with ready hearth, I swore
To seek their altar-stone no more;
And gave my spirit to adore
thee, ever-present, phantom thing
my slave, my comrade, and my king.

A slave, because I rule thee still;
Incline thee to my changeful will,
And make the influence good or ill:
A comrade, for by day and night
Thou art my intimate delight

My darling pain that wounds and sears
And wrings a blessing out from tears
By deadening me to earthly cares;
And yet, a king, though Prudence well
Have taught thy subject to rebel.

And am I wrong to worship where
Faith cannot doubt, nor hope despair,
Since my own soul can grant my prayer?
Speak, God of visions, plead for me,
And tell why I have chosen thee !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery