مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شاتو مچۍ ته

Philip Freneau

مچمچۍ زما تر پيالې څنګه راغلې
اوس به ډنډونو يا چينو ته تللاى
يا به دي سپيني مرغلري اوبه
په شنو وښو كي د ويالو چښلاى
څنګه دي مخ دى پر دې خوا نيولى
څرنګه دلته وزرونه وهې
ته وا باكوس يې زما پر خوا راوړې
چي پر پياله باندي شخوندونه وهې
درته هغه دا لاره وښودله
درته تياره پيمانه يې كړله
چي دي شريكه په سرو ميو كړمه
درته په ګوته اشيانه يې كړله
دلته سوې پټه له دښمنه څخه
كه توپانونو وېرولې راغلې
يا سرو غالبوزو ناكراره كړلې
يا له مرغانو ډارېدلې راغلې
يا له جنګونو څخه ستړې سولې
يا دي كارونو دى زړګى شين كړى
يا دي د كور لاره غلطه كړله
پر وركو لارو دي وزر وهلى
د ناستي ځاى درته بل نه سو څرګند
چي دي دا ډنډ درته پيدا كړ د خوند
ښه راغلې راسه زما پيالې ته راځه
راځه دې خپلي اشيانې ته راځه
دلته دي هېر كه كړاوونه د ژوند
دلته دي هېري كړه غمګيني شېبې
دلته ارام ته وزرونه وركه
يو ځلي شا ته كه ويرجني شېبې
د دې پيالې مزه چي وڅكي څوك
له زړه يې كوچ وكړي د ژوند غمونه
لښكر د غم ورباندي نه سي راتلاى
نه د مچۍ نه د انسان پر خونه
له كومه زوره يې راغلې دلته
په دې خبره هيڅوك نه پوهېږي
او كه له تا سره خواله وكمه
مچمچۍ ستا هم فكر نه رسېږي
خو چي له دې ځايه روانه سولې
زړه به دي ډك وي له خوښيو څخه
په خوشحالي به مخه ښه ووايو
لمنه ډكه له ښاديو څخه
سپك وزرونه به دي وغوړېږي
د كور پر لور په پروازونه كوې
نېښ به دي تېز لكه نېزه وي مچۍ
پر غليمانو به وارونه كوې
خو چي په څاڅكو ځان نشه كې ډېر
چي په پياله كي ځان غوټه نه كې ډېر
هسي نه مرګ دي سمندر كي يوسي
ځان دي سيالانو ته جوټه نه كې ډېر
دلته لا لويي مچمچۍ غرقېږي
او په قد جګي مچمچۍ ډوبېږي
ته به هم ډوبه سې فرعون غوندي
پر وطنو به دي خبري كېږي
ته به هم شومه سې د سره سمندر
بيا به دي قبر چا ته نه يادېږي
اوس چي دي زړه غواړي هغسي كوه
چي خوښه ستا وي هغه خوښه ده زما
ځه نوشوه يې له چا مه بېرېږه
پروا ونه ساتې په ژوند كي د چا
په دې پياله كي هديره جوړه كه
ځان ته دي قبر ميخانه جوړه كه
چي كله ولاړې د مرګي غېږي ته
درته له اوښكي كتيبه جوړه كه
ځه د مرګي سره بېړۍ كي كښېنه
ور ووزه غېږي ته د مستو څپو
موږ به دي وركو شېرګيني ته احوال
مړى دي ګرځېدى پر سر د اوبو

Philip Freneau
To a Honey Bee
THOU, born to sip the lake or spring,
Or quaff the waters of the stream,
Why hither come, on vagrant wing?
Does Bacchus tempting seem--
Did he for you this glass prepare?
Will I admit you to share?

Did storms harass or foes perplex,
Did wasps or king-birds bring dismay
Did wars distress, or labors vex,
Or did you miss your way?
A better seat you could not take.

Welcome ! I hail you to my glass:
All welcome here you find
Here let the cloud of trouble pass
Here be all care resigned
This fluid never fails to please
And drown the griefs of men or bees

What force you her we cannot know,
And you will scarcely tell,
But cheery we would have you go
And bid a glad farewell:
On lighter wings we bid fly,
Your dart will now all foes defy

Yet take not, oh! To deep a drink
And in this ocean die;
Here bigger bees than you might sink
Even bees full six feet high
Like Pharaoh, then, you would be said
To perish in a sea of red.

Do as you please, your will is mine
Enjoy it without fear,
And your grave will be this glass of wine,
Your epitaph-a tear,
Go, take your seat in Charon�s boat
We �ll tell the hive, you died afloat.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery