مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لمرينه ورځ

Henry Wadsworth Londfellow

خدايه څومره ښايسته ورځ ده چي نه كار واى نه خواري واى
لاس تر غاړه له همزولو بې خبره بد مستي واى
چي پر مځكه ګرځېدلاى بې پروا له هره غمه
نن مي كار د هستۍ نه كړاى خو په برخه مي مستى واى
د ښكلا مستي نغمې دي په مغزو كي مي ږغېږي
ويني مستي د رګونو پسرلي پكښي بهېږي
هر وېښته هره ذره مي د ژوندون له مستۍ ناڅي
د ژوندون د نغمې سور دى د احساس په تال شرنګېږي
زه يې اورم چي تېرېږي باد په منځ كي د ځنګلونو
ږغوي په شنو ښاخلو كي ترانې د اسمانونو
زه يې وينم چي كږې دي د ګلونو ډكي څانګي
لكه چا وي چي اوډلي غوږ پردې د ربابونو
پاس پر سر مي غوړېدلى بې پايانه بل جهان دى
هغه ډك له ښكلي برمه هغه نوم چي يې اسمان دى
د لاجوردو په درياب كي چي يې لمر هسي ښكارېږي
لكه سپور چي د سرو زرو په كښتۍ كي جاله وان دى
هلته ليري په مغرب كي سپيني وريځي راښكارېږي
هغو ليري تبركو جزيرو ته نيژدې كېږي
چي يې ښكاري هسكي څوكي د اسمان په كنګرو كي
توري تيږي يې له سپينو پاغوندو سره لوبېږي
د سهار نسيم چلېږي هم پر غرونو هم دښتونو
اوروي له ښكليو ونو بارانونه د ګلونو
شګوفو د شفتالو دي سرې غورځكي پورته كړي
رارسېږي يې ښاخونه تر ګرېوانه تر لاسونو
واوره ژونده واوره ميني خوښ كارونه د فكرونو
چي دي ږغ يوازي وزي له سندرو غزلونو
اې زړګيه د انسانه ته هم نه سې داسي كړلاى
هم تازه لكه هوا واى هم آزاد له ځنځيرونو

Henry Wadsworth Londfellow
A Day of Sunshine
O gift of God! O perfect day:
Whereon shall no man work, but play;
Whereon it is enough for me
Not to be doing, but to be!

Through every fibre of my brain,
Through every nerve, through every vein,
I feel the electric trill, the touch
Of life, that seems almost too much.

I hear the wind among the trees
Playing celestial symphonies;
I see the branches downward bent,
Like keys of some great instrument.

And over me unrolls on high
The splendid scenery of the sky
Where though a sapphire sea the sun
Sails like a golden galleon,

Towards yonder cloud-land in the West.
Towards yonder islands of the Blest,
Whose steep sierra fat uplifts
Its craggy summits white with drifts.

Blow, winds! And waft through all the rooms
The slow-flakes of the cherry-blooms!
Blow, winds! And bend within my reach
The fiery blossoms of the peach!

O life and love! O happy throng
Of thoughts, whose only speech is song!
O heart of man! canst thou not be
Blithe as the air is, and as free?

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery