مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مرګ

John Donne

اې مرګيه چي په ځان مغروره نه سې
كه دي هر څه انسانان زورور بولي
دومره نه يې لا غښتلى هيبتناكه
كه وګړي دي زمرى او زړه ور بولي
بېچاره مرګيه ځانته غره نه سې
تا له برمه هيڅوك نه دي پرې ايستلي
نه به ستا له لاسه زه مړ سم نه بل څوك
نه زرګونه عالمونه تا وژلي
ستا تصوير دى كه آرام دى كه خوبونه
دې تصوير كي كراري ده چي ښكارېږي
او كه ستا منګولي زموږ تر مرۍ راسي
لا به نوري ښادۍ هم ورنه اورېږي
ژر به زموږ پهلوانان ښكلي مېړونه
ستا پر لار درسره پيل كړي سفرونه
ته خوښېږه ستا به غېږه كي در ډكه
در سپاري به ارواحونه او هډونه
ته پخپله يو غلام د سرنوشت يې
كه خانان كه پاچهان كه غريبان وي
ستا په لاس د مرګي زېرى ور رسېږي
چا ته زهر، چا ته جنګ، څوك ناروغان وي
كه ترياك دي كه ښكلاوي نعمتونه
په خوږو خوبو موږ نه سي بيدولاى
ته پر څه يې په خپل زور دونه مغروره
كه ترياك مو سي تر تا كرارولاى
يو لنډى خوب تېروو بيا به راپاڅو
تر ابده به خوب نه وي چي ويښېږو
مرګ به نه وي ژوند به تل خوښي به تل وي
ځه مرګيه ته به مرې موږ به هستېږو

John Donne (1573-1631)
Death
DEATH, be not proud, though some have called thee
Mighty and dreadful, for thou are not so
For those whom thou think'st thou dost overthrow
Die not, poor Death, nor yet canst thou kill me.
From rest and sleep, which but the picture be
Much pleasure than from thee much more most flow;
And soonest our best men with thee do go
Rest of their bones and soul's delivery!
Thou'rt slave to fate, chance, kings, and desperate men;
And dost with poison, war, and sickness dwell
And poppy or charms can make us sleep as well
And better than the stroke, why swell'st thou then?
One short sleep past, we wake eternally,
And Death shall be no more: Death thou shalt die!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery