مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ملايكو قدمونه

Henry Wadsworth Longfellow

چي د ورځي ساعتونه په ورو ورو پاى ته رسېږي
او د شپې له تياره غېږي اوازونه پورته كېږي
ويښوي له درانه خوبه هغه پاك غوره وګړي
چي د شپې په خاموش ټال كي له خوښۍ سره زنګېږي
چي لا نه وي لګېدلي د تيارې شپې څراغونه
چي د اور له لمبو سيوري شاوخوا كي څرګندېږي
جګي توري تنې ګرځي لكه وني د دېوانو
پښې لاسونه يې بې واكه پر دېوال باندي نڅېږي
وروسته يو يو را ښكاره سي تصويرونه مي د تلليو
د كوټې ور مي پرانيستى په خپل وار را داخلېږي
تصويرونو مي د ګرانو د ريښتونو د پاك زړو
يو ځل بيا راته راغلي په انګړ كي مي تاوېږي
چي آرزو يې د ميدان وه هغه ځوان په زړه غښتلى
د سړك پر غاړه مړ سو د ژوندون له مزله ستړى
او هغوى چي ملايان وه مقدس كمزوري زړونه
ځړېدل چي يې په غاړه صليبونه امېلونه
پر دې مځگكه يې ونه كړې نور زموږ سره خبري
پر سينو يې وه نيولي خپل كمزوري ژړ لاسونه
او له دوى سره ملګرې هغه ځوانه هغه ښكلې
پر ځوانۍ چي مي اسمان وه پېرزو كړې را بخښلې
چي راتېره تر هر چا وه زړه يې ډك و زما له ميني
د ولي په څېر اوسېږي په جنت كي نازولې
فرشته په بې آوازه په آرامو قدمونو
سي راكښته خوله يې ډكه د خالق له پيغامونو
زما له څنګه سره كښېني په ورو ورو راته مسېږي
په كراره مي لاس كښېگږدي پر اوږو بيا پر لاسونو
په ځير ځير مي خوا ته ګوري راته دوې سترګي نيولي
لكه ستوري د اسمان وي مخ پر مځكه ځلېدلي
دوې يې سترګي لكه ستوري مقدسي او خاموشي
د آسمان له نوره ډكي هم ښايستې وي هم سپېڅلي
زه په هر څه باندي پوه سم څه يې نه وي لا ويلي
بې آوازه يې له شونډو وي دعاوي را ايستلي
يو ترټل راكي له نازه بيرته لاس پر سر راتېر كي
د نسيم په څېر لطيفي دوې يې شونډي نازولي
وايي څرنګه تنها يې ژوندون څرنګه تېرېږي؟
او د زړه مي ټولي وېري له دې ږغ سره هېرېږي
كشكي مخكي خو خبر واى كشكي دونه پوهېدلاى
چي يې ژوند كړى همداسي له دنيا څخه تېرېږي

Henry Wadsworth Longfellow
Footsteps of Angels
When the hours of Day are numbered,
And the voices of the Nights
Wake the better soul, that slumbered
To a holy, calm delight.

Ere the evening lamps are lighted,
And, like phantoms grim and tall
shadows from the fitful firelight
Dance upon the parlor wall

Then the forms of the departed
Enter at the open door
The beloved, the true-hearted,
Come to visit me once more;

He, the young and strong, who cherished
Noble longing for the strife,
By the roadside fell and perished,
Weary with the march of life!

They, the holy ones and weakly
Who the cross of suffering bore
Folded their pale hands so meekly
Spake with us on earth no more!

And with them the being beauteous
Who unto my youth was given
More than all things else to love me
And is now a saint in heaven

With a slow and noiseless footstep
Comes that messenger divine,
Takes the vacant chair beside me,
Lays her gentle hand in mine

And she sits and gazes at me
With those deep and tender eyes,
Like the stars, so still and saint-like,
Looking downward from the skies

Uttered not, yet comprehended,
Is the spirit's voiceless prayer
Soft rebukes, in blessings ended
Breathing from her lips of air,

Oh, though oft depressed and lonely
All my fears are laid aside,
If I but remember only
Such as these have lived and died!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery