مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

انسان

Sir John Davis

زه پوهېږم زما په روح كي دونه زور دى
چي په ژوند كي په هر څه دى پوهېدلى
خو بيا ګورم دونه ړوند دونه ناپوه دى
لكه عمر چي يې هيڅ نه وي ليدلى
زه پوهېږم چي زه هم په دې جهان كي
يو پاچا يم له كوچنيو پاچاهانو
خو تابع يمه د داسي پستو هيلو
لكه يمه چي غلام د غلامانو
زه پوهېږم چي مي ټول ژوند دى دردونه
بېهوده وړمه پر زړه باندي زخمونه
هر احساس مر د دروغو ننداره ده
له هر څه سره مي سست دي پيوندونه
خو چي سر پر زنګانه يا په ګرېوان كړم
زه پوهېږم بل څه نه يمه انسان يم
زه تر هر څه يم بدبخته او پرېوتى
خو مغرور په خپل نامه او په خپل ځان يم

Sir John Davies (1569 � 1626)
Man
I KNOW my soul hath power to know all things
Yet she is blind and ignorant in all;
I know I'm one of Nature's little kings
Yet to the least and vilest things am thrall

I know my life's pain and but a span
I know my sense is mock'd in everything
And, to conclude, I know myself a Man
Which is a proud and yet wretched thing.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery