مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

انزوا

Solitude Alexander (1688 � 1744)

څومره ښه ده چي سړي ته يو څه مځكه وي ور پاته
آرزوګاني يې پوره وي احتياج نه لري و چاته
په تازه هوا كي ګرځي د پلرونو د پټيو
زړه فارغه له غمونو ورته مخ وي د خوښيو
ډوډۍ وړي له خپلي مځكي شيدې اخلي له څارويو
او د تن جامه يې جوړه د پسونو له وړيو
په يخ سيوري كي د ونو تېري ټكنده غرمې كړي
او له بوټو يې اور بل كړي پرې د ژمي شپې تودې كړي
څه نېكمرغه وي دا خلك بې خبره له غمونوگ
نه ګړى نه ورځي شماري نه حساب يې د كلونو
په تن پټ وي په ځان روغ وي نا آشنا وي له دردونو
نه زړه كور د اندېښنو وي نه ماغزه ځاى د چرتونو
ورځ آرام وي او په شپو كي په درنو خوبو ويدېږي
په مېلو په سات تېري يې د ژوندون شېبې تېرېږي
كله ډوب وي په كتاب كي تېروي باندي وختونه
كله پروت وي په آرامه د خوښۍ كوي فكرونه
خدايه ما ته رانصيب كه داسي عمر نازولى
چي نه چا يمه ليدلى چي نه چا يم پېژندلى
چي زه مړ سم نه په اوښكو نه په ساندو چا ته ياد يم
داسي هېر سمه له خلكو لكه وړى چي توند باد يم
مرګ مي غلا كړي له جهانه لكه نه يم چا ليدلى
نه د قبر پر ډبره راته نوم وي چا ليكلى

Alexander Pope (1688 � 1744)
Solitude
Happy the man, whose wish and care
A few paternal acres bound,
Content to breath his native air
In his own ground.

Whose herds with milk, whose fields with bread,
Whose flocks supply him with attire,
Whose trees in summer yield him shade,
In winter, fire.

Blest, who can unconcernedly find
hours, days, and years slide soft away
in health of body, peace of mind,
Quiet by day

sound sleep by night, study and ease
together mixed, sweet recreation
and innocence which most does please
With meditation

Thus let me live unseen, unknown;
Thus unlamented let me die
Steal from the world, and not a stone
Tell where I lie.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery