مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګ

Wilfrid Wilson Gibson

رانه خلك پر هر موړ كوي پوښتني
چي زه چيري كومي خاوري ته وم تللى
څه مي كړي څه ليدلي اورېدلي
زه له كوم ولاته ستړى يم راغلى
مګر څنګه به د خلكو جواب وركړم
زه به څه وايم له خپلو داستانونو
چي زه نه وم، بل سړى په سفر تللى
څه خبر يم زه د بل په سفرونو
خو هغه چي په سفر و روان سوى
زما په رنګ و كټ مټ زما په شان سړى و
يه كښتۍ كي سو نيهام تر دريابونو
د جنګونو په ميدان كي توريالى و
زما په سر زما په وجود زما په لاسونو
ډېر يې قتل كړل سړي د هيوادونو
زه يې ځكه ملامت پر تندي وړمه
زما په نوم يې ميدان تود كړ د جنګونو

Wilfrid Wilson Gibson
Battle
THEY ask me where I �ve been,
And what I�ve done and seen
But what can I reply
Who know it wasn�t I
But someone, just like me,
Who went across the sea
And with my head and hands
Slew men in foreign lands �
Though I must bear the blame
Because he bore my name.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery