مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

آه ته زما قبر كينې

Thomas Hardy

ګرانه ته مي هديرې ته يې راغلى
چي ګل بوټي مي د قبر سر ته كښېږدې
په دوو لاسو مي كينې د قبر خاوري
نښانه د لېونۍ ميني دي پرېږدې
نه ! هغه پرون واده كړه يوه ښكلې
د دې ټوله ښار شته منه نازولې
ويل څه به ځان صادق ورته ساتمه
دا چي مړه ده نور يې نه آزارومه
څوك مي قبر ته كينلو ته راغلى
زما تر ټولو نيژدې خپل را رسېدلى
نه ! خبره يم هغوى به سره وايي
ګل د مړو په ښه كله ورغلى
چي هر څه يې په سينګار قبر ور جوړ كو
مرګ به كله د هغې له قبره سوړ كو
نو به څوك وي چي راغلى دې غرمه كي
زما دښمنه سيخ وهي په هديره كي؟
نه ! هغې چي اورېدلي چي زه مړه يم
هديرې ته ور وتلې پر كوڅه يم
نه ارزېږم په نفرت په دښمنيو
نه مي قبر دى مهم چي زه پرته يم
نو دا څوك دى چي كيني مي د ګور خاوري؟
ګوندي ږغ مي څوك د زړه په غوږو واوري
زما بي بي وړوكى سپى دي يم راغلى !
هديرې ته دي نيژدې يم هستېدلى
خدايه مه كړه چي آرام دي نا ارام كړم
او په ګور كي دي هم خوب درته حرام كړم
آه ! دا ته يې دا زه پوه نه سومه ولي
چي وفا مينه دوستۍ دي چا ساتلي
څنګه راغلې هديرې ته زما تر ګوره؟
زما پوښتني ته زما د سترګو توره
وفادار يې په ريشتيا تر انسانانو
هيڅوك نه لري وفا لكه د سپيانو
زما بي بي زه چي راغلى يم ستا ګور ته !
چي مي مخ و رانيولى و دې لور ته
غواړم پټ كړم يو هډوكى ستا په خوا كي
چي له لوږي مي كي خلاص درد مي دوا كي
تېرېدم هسي پر لاري ناخبره
چي مي لار سوه ستا پر قبر برابره
بخښه غواړم كه مي ته يې ربړولې
يا مي قبر كي له خوبه يې ايستلې

Thomas Hardy
Ah, Are You Digging on My Grave?
�Ah, are you digging on my grave
my loved one? � planting rue?�
�No, yesterday he went to wed
one of the brightest wealth has bred.
It cannot hurt her now,� he said,
That I should not be true.�

�Than who is digging on my grave?
My nearest dearest Kin?�
�Ah, no they sit and think, what use!
What good will planting flowers produce?
No tendance of her mound can loose
Her spirit from Death�s gin.�

�But some one digs upon my grave?
My enemy? Prodding sly?�
�Nay: when she heard you had passed the Gate
That shuts on all flesh soon or late,
She thought you no more worth her hate,
And cares not where you lie.�

�Then who is digging on my grave?
Say � since I have not guessed!�
�O it is I, mistress dear,
your little dog, who still lives near
and much I hope my movement here
have not disturbed your rest?�

�Ah yes! You dig upon my grave�
why flashed it not on me
that one true heart was left behind!
What feeling do we ever find
To equal among human kind
A dog�s fidelity!�

�Mistress, I dug upon your grave
To bury a bone, in case
I should be hungry near this spot
When passing on my daily trot.
I am sorry, but I quite forgot
It was your resting-place.�

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery