مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ورځي

Ralph Waldo Emerson

د زمان او د آسمان ښايستې لوڼي
سپيني ورځي په سپين مخ دي را رواني
لكه ډلي د ګونګيو خولې تړلي
لڅي پښې لكه د عمر دروېشاني
په قدم قدم رواني يوه ستوي
يو كتار يې وي جوړ كړى ناپايانه
په لاسو كي يې جوغې د جواهرو
ورسره د دار تمبې هم وي پرېمانه
د هر چا د زړه غوښتني ور پوره كي
پر مخلوق وېشي تحفې او سوغاتونه
چا ته وركي پاچهي څوك په نس موړ كي
ورسره وي ډك له ستورو آسمانونه
زه د خپل باغ د ښاخلو منځ كي ولاړ وم
نندارې د ښكلي مارش وم حيران كړى
رانه هېر وه د وختي سهار خواستونه
په تلوار وم د مارش مخي ته وتلى
څه سابه او څه مڼې مي وې په لاس كي
وم حيران د ورځي مخ ته درېدلى
د دعا او د خواستونو وخت مي تير و
ورځ په چوپه خوله روانه سوه له مانه
ما يې تريو تندي كي ولوستل رازونه
سپك نظر يې راته وكړ سوم پښېمانه

Ralph Waldo Emerson (1803 � 1882)
Days
Daughter of Time, the hypocritic Days,
Muffled and dumb like barefoot dervishes
And marching single in an endless file
Bring diadems and fagots in their hands.
To each the offer gifts after his will,
bread, kingdoms, stars, or sky that holds them all.
I, in my pleached garden, watched the pomp,
Forgot my morning wishes hastily
Took a few herbs and apples, and the Day
Turned and departed silent. I, too late
Under her solemn fillet saw the scorn.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery