مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ځواني او خاموشي

Matthew Arnold (1822 � 1888)

كراري او مرګ بېشكه دلته څنګ پر څنګ اوسېږي
دلته وېره شرم ښخ دي دلته هر څه خاوري كېږي
هغه روڼه څېره نسته نور يې څوك نه سي ليدلاى
اوس يې ځاى دى په تابوت كي څوك يې نه سي را ايستلاى
مګر دغه كراري ده؟ دغه ختم د ځوانۍ دى؟
هغه دغه حقيقت دى؟ دغه پاى د زندګۍ دى؟
او چي مرګ راسي ميدان ته او ژوند هر څه وي بايللي
ټول پورونه به ادا وي ټول رازونه دي ويلي؟
چي روښانه لري زړونه او له نوره سترګي ډكي
زلمي ټينګ اخلي ګامونه ارادې يې داسي كلكي
پر څېرو چي يې لګېږي د سپرلي تازه بادونه
له نسيم سره ملګري د همېش آرام خوبونه
ځكه ژمنه د قرار ده چي راځي له هدېرې نه؟
هغه ليري ليري مځكي د ابد له آشيانې نه
نو زلمي په دغه هيله او په دغه اميد پايي؟
يوه ورځ به ځي لحد ته او تابوت به ورته ښايي؟
نه نه ! ماته رامعلوم دي د زلمي جهان فكرونه
زلمي لمر ته مستي غواړي د خوښيو اتڼونه
زلمي مستي ويني غواړي چي تاوده يې دي رګونه
ژوند د ژوند دپاره غواړي هغوى نه مني مرګونه
په مستۍ كي ارام ګوري نه مرګى درانه خوبونه
نه تابوت زړه كي ورګرځي نه يې خوښ دي لحدونه
ټول په دې حقيقت پوه دي دا خبره يې په زړه ده
خاموشي يې هدف نه دى كه هر څو خاموشي ښه ده
كراري د ژوند انجام دى دا د هر سړي په خوا ده
خو نه خوښه د ځوانانو نه د ژوند يې تمنا ده

Matthew Arnold (1822 � 1888)
Youth and Calm
Tis death! and peace, indeed, is here,
And ease from shame, and rest from fear
There�s nothing can dismarble now
The smoothness of that limpid brow.
But is a calm like this, in truth
The crowning end of life and youth
And when this boon rewards the dead
Are all debts paid, has all been said?
And is the heart of youth so light
Its step so firm, its eye so bright
Because on its hot brow there blows
A wind of promise and repose
From the far grave, to which it goes
Because it hath the hope to come
One day, to harbour in the tomb?
Ah no, the bliss youth dreams is one
For daylight, for the cheerful sun
For feeling verves and living breath
Youth dreams a bliss on this side death.
It dreams a rest if not more deep
More grateful than this marble sleep
It hears a voice within it tell:
Calm�s not life�s crown, though calm is well
Tis all perhaps which man acquires,
But tis not what our youth desires.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery