مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ملايكه

Rachel Summer

يو ناڅاپه مي په لار كي ملايكه زرغونه سوه
ښايسته مخ يې له نوره ترې روښانه توره شپه سوه
مخ يې دونه نوراني و چي مي هيڅ نه سو منلاى
ما يوازي د خوبونو په نړۍ كي سو ليدلاى
ژړ وېښته يې د كانونو د طلا څخه راغلي
او شنو سترګو يې د دوبي اسمانونه شرمولي
له خندا يې بادېدله سل او زر روښانه ستوري
هسي ښكلى چي يې ښځي همېشه په خوب كي ګوري
لكه زغره داسي سخت و ستر قوي ښكلي لاسونه
پهلوان په ځان غښتلى د فولادو مړوندونه
يو زړه ور غوندي زلمى و د زړه ډك د خوښېدلو
ښايستې غوښني شونډي د ليدلو مچولو

په ورو ورو په مينه مينه رانيژدې مي سو و خوا ته
ما يې سترګو ته كتله نور فكرونه رانه پاته
ما يې وليده په مخ كي ښايسته مينه معصومه
هم خالصه هم خوا پاكې د لومړۍ ورځي ماشومه
زما تر مخ يې را چاپېر كړل دوه ښايسته نرم لاسونه
رانيژدې يې كړلې شونډي دوې خوږې لكه قندونه
زه يې ونيولم غېږ كي لا يې ورو ورو ټينګولم
زه مي خپل د هوښ جهان ته په قدم قدم راتللم

پوهېدم چي د شپې خوب ته داسي څوك نه سي راتللاى
دومره بشپړ او ريښتونى څوك په خوب نه سي ليدلاى

ما يې لاس په لاس كي ونيو چي له خلكو يې ګوښه كړم
په دې عامه لار كي څنګه داسي ښكلى حبطه كړم
ځان مي سپك لكه مرغه سو په كرار په الوتو سوم
پښې مي پورته سوې له مځكي مخ پر لوړه په ورو ورو سوم
د اسمان پر لوري تلمه ښورول مي وزرونه
مخ پر ستورو وم روانه پى كول مي منزلونه
ستورو لاري راښودلې د ښكلا د اسمانونو
تلم د هغه نور جهان ته چي دى پورته له خيالونو
هلته پوه په دې سفر سوم چي زه چېري يم راغلې
زه مړه سوې وم د وخته په جنت ننوتلې

Rachel Summer
Angel
The angel�s appearance was so sudden
Face framed by a "streetlight halo"
Too beautiful to really exist
Except in my dreams every night
Hair spun of pure gold
Eyes so blue the summer skies are jealous
A smile to light up a thousand galaxies
The muscled body from every woman�s dreams
Huge, work roughened hands, extremely masculine
A strong, brave, square jaw
Full, kissable, pouty lips

The angel approaches me slowly
As he gets closer I can see love in his eyes
a love as pure and innocent as a newborn baby�s
The smile on his face is meant for me, I realize
Those beautiful hands gently enclose my face
the lips close over mine in a sweet lingering kiss
His bodies presses against mine
It�s than that I realize that this isn�t a dream
A dream couldn�t be half as perfect as this

I take his hand in mine and lead him away
This place isn�t enough to contain such beauty
I feel as if I can fly
Then our feel leave the ground
Floating through space, the stars guide us
They guide us to a place of insurpassable beauty
And then I know how this all could be �
I�ve died and gone to heaven

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery