مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زما ماشوم

John Pierpont

زه يې كله سم په مړو كي شمېرلاى
طلايي وېښته يې نه سم هېرولاى
هره ورځ راته تر سترګو سترګو كېږي
هر ګړى مي پر زړګي باندي اورېږي
چي مي دوې سترګي له اوښكو سي راډكي
تصويرونه يې په اوښكو كي وركېږي
نور هغه راسره نسته دې دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

چي قدم وهم په كور كي چي تېرېږم
د پرانيستي دروازې څنګ ته تمېږم
د ښكالو ږغ مي تر غوږ سي په زينو كي
شاوخوا ته سترګي اړوم ستنېږم
وايم زوى ته مي ور ږغ كړمه په زوره
چي ناڅاپه مي خوله نيسمه چوپېږم
نور هغه راسره نسته دې دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

په كوڅو كي چي د ښار قدم وهمه
يوه ښكلي ځوان هلك باندي راځمه
زما د زوى غوندي لري سترګي روښاني
طلايي څڼي پر مخ باندي پرېشاني
چي دى ځغلي زه هم سترګي پسي وړمه
دا ترخه ريشتيا به څرنګه منمه
نور هغه راسره نسته په دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

زه پوهېږم مخ يې پټ د تل دپاره
په تابوت كي ورته نه جوړېږي لاره
نور يې سترګي پټي كړي تندى سوړ دى
نور يې روح د ژوند له برخي څخه موړ دى
د مرمر تابوت مي ونيو په لاسو كي
په دعا ورته راكوږ سوم په سلګو كي
په كراره مي زړګى راته وينا كي
نور هغه راسره نسته په دنيا كي

چي يې كله د بستر خوا كي تېرېږم
په مرګي باندي يې كله قانع كېږم
په بستر كي مي كول ورته نكلونه
پلرني ناز به مي ور وستل خوبونه
پسي ګرځي مي زړګى او سترګي دواړي
يو ځل بيا يې په ژوندوني ديدن غواړي
خو بيا زړه ته سي راتېر هغه خيالونه
بيا پر عقل جوړوم د صبر خونه
نور هغه راسره نسته دې دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

چي سهار سي چي تازه نسيم چلېږي
چي مي سترګي له درانه خوبه ويښېږي
له نسيم سره مي روح ځي په ټوپونو
په خوښيو پاس تر هسكو اسمانونو
چي مي ياد په دعاګانو د خپل خداى كړم
چي يې زوى راكړى شكر يې پر ځاى كړم
خو ناڅاپه دا غمګين خيال راته راسي
چي نه زوى لرې او نه به دي زوى ستا سي
نور هغه راسره نسته دې دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

وزرونه چي شپې نه وي غوړولي
چي لا نه يو تر كټونو پوري تللي
زه او مور يې دواړه خداى ته په دعا يو
لاس مو پورته وي نيولى په ژړا يو
څه چي وايمه خپل زوى مي وي په زړه كي
راسره دى لكه و په ژوندانه كي
د خپل زوى په ياد مي اوښكي تويومه
د هغه روح ته دوعاوي ور لېږمه
نور هغه راسره نسته دې دنيا كي
تش خيالونه تصويرونه مي په خوا كي

چي هر څه يې يادومه هغه تېر دي
پخواني تياره وختونه ترې چاپېر دي
زه پوهېږم بيا يې نه سمه ليدلاى
په ليدلو يې زړه نه سم اوبولاى
اوس راځي راته په شپه كي په خوبو كي
ملايكي غوندي راسي په خيالو كي
پر تندي باندي ليكلي يې دا توري
زما او ستا سترګي به هلته سره ګوري

زموږ يقين دى چي به ټول خداى ته ستنېږو
په قيامت به د هغه مخكي درېږو
زه عاجز يم دا يوه لرم غوښتنه
موږ ته صبر راپه برخه كه څښتنه
را په برخه په قيامت كه جنتونه
چي مو هلته سره وسي ديدنونه
هلته پوه سم چي مي زوى راسره مل دى
بيا يې وينم بيا يې اورم بيا مي خپل دى

John Pierpont
My Child
I CANNAT make him dead!
His fair sunshiny head
Is ever bounding round my study-chair
Yet, when my eyes now dim
With tears I turn to him
The vision vanishes � he is not there!

I walk my parlor floor
And through the open door
I hear a football on the chamber stairs
I �m stepping toward the hall
To give the boy a call
And then bethink me that � he is not there!

I thread the crowded street
A satchelled lad I meet
With the same beaming eyes and colored hair
and, as he is running by
follow him with my eye
scarcely believing that � he is not there!

I know his face is hid
Under the coffin lid;
Closed are his eyes, cold his forehead fair
My hand that marble felt
O�er it in prayer I knelt;
Yet my hearth whispers that � he is not there!

I cannot make him dead!
When passing by the bed,
So long watched over with parental care
My spirit and my eyes
Seek it inquiringly
Before the thought comes that � he is not there!

When at the cool, gray break
Of day, from sleep I wake
With my first breathing of the morning air
My soul goes up with joy
To Him who give my boy
Then comes the sad thought that � he is not there!

When at the day�s calm close
Before we seek repose
I�m with his mother offering up our prayer
Whate�re I may be saying
I am, in spirit praying
For our boys spirit, though � he is not there!

Not there! Where then is he?
The form I used to see
Was but the raiment that he used to wear
The grave that now doth press
Upon that cast-off dress
Is but his wardrobe locked � he is not there!

He lives! In all the past
He lives; nor to the last
Of seeing him again will I despair
In dreams I see him now
And on his angel brow
I see it written, �thou shalt see me there!�

Yes, we all live to God!
Father the chastening rod
So help us, thine afflicted ones, to bear
That, in the spirit-land
Meeting at thy right hand
�T will be our heaven to find that � he is there!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery