مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اورفيوس*

William Shakespeare

اورفيوس چي شپېلۍ سره كړه او پيدا يې كړلې وني
لويو غرونو ته يې وركړې ښايستې څوكي واوريني
پر سجده سول ټول سرونه چي نغمه يې ږغوله
كږېدلې ورته وني هم ښايسته تازه ګلونه
وريځو جوړ كړل بارانونه لمر راپورته پر اسمان سو
دايمي سپرلى يې جوړ كړ سره ور يې كړل لاسونه
چي يې ږغ د ده تر غوږ سو په سندرو په نڅا سوه
په څپو د سمندر كي يوه نوې ساه پيدا سوه
د درياب سينې كړل پورته لوى موجونه لكه غرونه
بيرته كښته سول سينې ته ټول واړه او لوى موجونه
داسي ژوند يې كړ په زړو كي داسي مستي يې نغمې كړې
چي خاموشي يې پر مځكه د مرګي او غم نارې كړې

* اورفيوس د يونان او روم په افسانو كي د لمر، ښايست او ميوزيك د خداى اپولو زوى دى.

William Shakespeare 1564-1616
Orpheus
?or John Fletcher
ORPEHEUS with his lute made trees
And the mountain tops that freeze
Bow themselves when he did sing :
To his music plants and flowers
Ever sprung; as sun and showers
There had made a lasting spring.

Every thing that heard him play,
Even the billows of the sea,
Hung their heads and then lay by.
In sweet music is such art,
Killing care and grief of heart
Fall asleep, or hearing, die.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery