مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

عبادت

Ralph Waldo Emerson

دا هغه دى چي پر وكړې حملې خپلو دښمنانو
روغ رمټ تر و تازه دى له حملو د غليمانو
چي يې بند لكه غلام كړ چي يې خرڅ كړ پر ملكونو
خو نه بند په پنجرو سو نه په تورو زندانونو
كه په ګارو كي يې بند كړ هسي لويي لكه غرونه
ړنګول يې زندانونه ماتول يې ځنځيرونه
كه يې واچاوه ميدان كي د زلخوږو زمرو خولو ته
په تعظيم ورته زمري سول په سجده يې سوله پښو ته
كه يې وتاړه پر ستنو لمبې نه باندي راتللې
ستني ټولي كږېدلې په تعظيم به ټيټېدلې
د ده ذات دى په خطا چي د قسمت په نوم يادېږي
تياره لاري كي پايمالي او ناوخته رارسېږي
مګر هر وخت را رسېږي حقيقت ته تاج پر سر كي
تر درنو ګامونو لاندي ټول بدان زېر و بر كي
هغه مشر دى تر ټولو پېژندلى دى هر چا ته
تر هر څه درته نيژدې دى ستا تر ځان نيژدې دى تا ته
تا ته دونه در نيژدې دى چي د ځان يې سې بللاى
خو په سترګو كي د نورو درناوى يې سې ليدلاى
ورته ستړي به سي خلك په دعا او په لمونځونو
د هغه نړۍ بې نيازه له سجدو له طاعتونو
هغه خداى دى كله رد كي درمندونه د خواستونو
بېخبرو ته عطا كي شنه ځولۍ د احسانونو
كه كولاى سې راكش كه د صوفي كرښه له ميانه
په ريشتيا كه دنيا بېله د هغه له خپله ځانه
د انسان نړۍ جلا ده د خالق دنيا ده بېله
انساني ژوندون جلا دى له قدرته د يزدانه

Ralph Waldo Emerson (1803 � 1882)
Worship
THIS is he who, felled by foes,
Sprung harmless up, refreshed by blows
He to captivity was sold
But him no prison-bars would hold:
Though they sealed him in rock,
Mountain chains he can unlock
Thrown to lions for their meat,
The crouching lion kissed his feet
Bound to the stake, no flame appalled
But arched o�er him an honouring vault.
This is he men miscall Fate,
Threading dark ways, arriving late
But ever coming in time to crown
The truth and hurl wrong-doers down.
He is the oldest, and best known
More near than ought thou call�st thy own,
Yet, greeted in another�s eyes,
Disconcerts with glad surprise.
This is Jove, who, deaf to prayers,
Floods with blessings unawares.
draw, if thou canst, the mystic line
severing rightly his from thine,
which is human, which divine.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery