مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ابو بن ادهم

Leigh Hunt

د ابو بن ادهم په اشيانه كي
خداى دې كښېږدي بركت په قبيله كي
يو څه ږغ يې يوه شپه سو تر غوږونو
سم راويښ سو له اوږدو خوږو خوبونو
ورڅرګند سو د سپوږمۍ په رڼايي كي
په كوټه كي په عالم د تنهايي كي
يو وجود له شنه آسمانه را لوېدلى
لكه ښاخ د شګوفې و غوړېدلى
ملايكه وه كتاب و د سرو زرو
پرې ليكل يې په قلم د جواهرو
زړه را غونډ بن ادهم كړ ورنيژدې سو
د ملكي او كتاب په نندارې سو
ويل څرنګه په پټه يې راغلې
څه ليكې په دې كتاب كي غلې غلې
ملايكي سر را پورته كړ ګويا سوه
پر شونډانو يې خپره خوږه موسكا سوه
ويل دلته زه ليكم هغه نومونه
چي يې ډك دي د خپل خداى له ميني زړونه
ويل سته بن ادهم په دې كتاب كي؟
زه دي هم يمه شمېرلى په دې باب كي؟
فرشتې ويل ستا نوم كتاب كي نسته
د خالق سره د ميني باب كي نسته
يو قدم بن ادهم ورته نيژدې سو
په تعظيم او په تكريم د فرشتې سو
ويل واوره دغه يو خواست مي منظور كه
بله پاڼه كي داخل مي نوم ضرور كه
مينه وال يمه د خپلو همنوعانو
زه مين يم پر ټولۍ د انسانانو
فرشتې كتاب كي وليكل پناه سوه
اسمانونو ته يې مخ ده ته يې شا سوه
بله شپه فرشته بيا ورته دېره وه
شاوخوا ورته د نور لمن خپره وه
ورته وې ښودل د هغه چا نومونه
چي خالق وه وربخښلي جنتونه
په نومونو كي لومړى بن ادهم و
نازېدلى پرې د سرو زرو قلم و

Leigh Hunt (1784 � 1859)
Abou Ben Adhem
Abou Ben Adhem (may his tribe increase!)
Awoke one night from a deep dream of peace
And saw, within the moonlight in his room
Making it rich, and like a lily in bloom,
An angel writing in a book of gold
Exceeding peace had made Abou Ben Adhem bold,
And to the presence in the room he said,
�what writest thou?� The vision raised its head
And with a look made of all sweet accord,
Answered, "The names of those who love the Lord."
"And is my one?" said Abou "Nay, not so"
Replied the angel. Abou spoke more low,
But cheerly still; and said, "I pray the, then,
Write me as one that loves his fellow men."

The angel wrote and vanished. The next night
It came again with a great wakening light,
And showed the names whom love of God had blest,
And lo! Ben Adhem's name led all the rest.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery