مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

له بدانو څخه ليري ښه يم

Isaac Watts (1674 � 1748)

ولي زه په هغه ډله كي روان سم
ولي زه د داسي خلكو سم ملګرى
په دوستي چي يې هر ګز نه يم خوشاله
ښه خو دا ده چي تل ګرځم يو وزرى
كرۍ ورځ كړي بد ويل يا سوګندونه
نه يې خداى كله په ياد وي نه لمونځونه
يوه بل ته كړي ښكنځل بدي خبري
له جنګونو يې زخمي سر او لاسونه

ولي واورم د نفرت او جنګ سندري
زړه مي تور دى د غضب له آوازونو
دا سندري مي پر زړه بدي لګېږي
بدي بدي مي پرېوزي پر غوږونو
زما په ژوند به ژبه نه كړمه چټله
د نا اهلو د خبرو په لفظونو

زه به سترګي همېشه ليري ساتمه
له ټولۍ د بې ادبو جاهلانو
هغه لاره به پرېږدم پر تېر به نه سم
تلل راتلل چي باندي وي د لوچګانو
زه به ږدم پر هغي لاري قدمونه
چي قدم ورباندي ايښى هوښيارانو
له ښ وخلكو ښه خويونه پاته كېږي
ګوندي وي چي يو څه زده كړم له پوهانو

بې ادبه چي هلك چيرته پيدا سي
چي وهي په نورو خلكو ريشخندونه
لس يې نور ورڅخه زده كي په كوڅه كي
د نا اهلو بې ادبو تقليدونه
په رمه كي چي پيدا پسه پمن سي
نور پسونه يو په يو پسي عيبجن سي

Isaac Watts (1674 � 1748)
Against Evil Company
Why I should join with those I Play,
In whom I�ve no delight
Who curse and swear, but never pray,
Who call ill Names, and fight.

I hate to hear a wanton Song
Their Words offend my Ears:
I should not dare defile Tongue
With Language such as theirs.

Away from Fools I�ll turn my Eyes,
Nor with the Scoffers go;
I would be walking with the Wise,
That wiser I may grow.

From one rude Boy that�s us�d to mock
Ten learn the wicked Jest;
One sickly Sheep infects the Flock,
And poysons all the rest.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery