مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خولګۍ راكه ښايستې

Robert Burns (1759 � 1796)

خولګۍ راكه ښايستې چي جلا كېږو
تل تر تله مخه ښې كوو بېلېږو
په سرو اوښكو كي وعده درسره كړمه
چي تر مرګه به آهونه درلېږمه
څوك به وايي چي يې بخت باندي ژړېږي
چي يې ستورى د اميد ورنه بېلېږي
نه مي سترګو كي خوښي چاته ښكارېږي
نه د هيلو مي څه نور پكښي ځلېږي
شاوخوا يم د هجران تيارو نيولى
نا اميده له وصال مي لاس پرېولى
ګرم به نه كړمه په ژوند كي خپل خيالونه
پر زړګي مي د جانان اوري يادونه
په اول ديدن مي زړه ورلره وركى
اور د ميني ته مي زړه ور برابر كى
كه په زړو كي مو د ميني اور بل نه واى
كه منلى مو قاصد د اجل نه واى
چي نه مينه نه ديدن واى نه هجران واى
زموږ به زړونه په دې اور ولي بريان واى
ما سپارلې يې پر خداى لېونۍ ميني
زما تر ټولو ښايستې لومړنۍ ميني
ژړ ګلونه دي پر لار د ځوانۍ ميني
بهتريني زما د زړه اورنۍ ميني
در پخوا دي د خوښيو خزانې وي
آرامي، قرار د ميني پيمانې وي
خولګۍ راكه ښايستې چي جلا كېږو
تل تر تله مخه ښې كوو بېلېږو
په سرو اوښكو كي وعده درسره كړمه
چي دي مينه تر مرګي نه هېرومه
چي تر مرګه به آهونه در لېږمه
او چي هر قدم ايږدم تا يادومه

Robert Burns (1759 � 1796)
Ae Fond Kiss
Ae fond kiss, and then we sever;
Ae fareweel and then forever!
Deep in heart-wrung tears I�ll pledge thee,
Warring sighs and groans I�ll wage thee
Who shall say that Fortune grieves him
While the star of hope she leaves him?
Me, nae cheerfu� twinkle light me;
Dark despair around benights me.

I�ll ne�er blame my partial fancy
Naething could resist my Nancy;
But to see her was to love her
Love but her, and love forever
Had we never lov�d sae kindly,
Had we never lov�d sae blindly
Never met � or never parted �
We had ne�er been broken-hearted.

Fare thee weel, thou first and fairest!
Fare thee weel, thou best and dearest!
Thine be ilka joy and treasure,
Peace. enjoyment, love, and pleasure!
Ae fond kiss, and then we sever;
Ae farweel, alas, forever!
Deep in heart-wrung tears I�ll pledge thee,
Warring sighs and groans I�ll wage thee!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery