مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د كلوپاترا پر مزار

Conrad Aiken

د بلوړو په تابوت كي غزېدلې
د مرګي په خوب ويده كلوپاترا ده
د هنر په ګوتو جوړه ناوكۍ ده
هغه ښكلې بېخبره له دنيا ده
غاړګۍ يې ورته جوړه كړه د زرو
په نرۍ ګوتو ګوتمۍ د جواهرو
لكه ښكلې د لومړۍ شپې ناوكۍ وه
كمالونه سول په ستړې د زرګرو
په تابوت كي چي پرته ده بېخبره
دا د مصر ښايسته كلوپاترا وه
په سجدو ورته راتلل د مصر خلك
ملكه هم د قدرت هم د ښكلا وه
اوس بې نوره وچه كلكه ده زړه ده
له تور قيره يې خوله ډكه ده پرته ده
غلو د شپې ورڅخه وړي غاړګۍ دي
له ښايستو ګوتو يې وړي ترې ګوتمۍ دي
چا پروا د مقدسو نښو نه كړه
بې حيا داړه ماران د دې نړۍ دي
تورولي يې وې ډلي د مرغانو
ګرځېدل چي يې پر قبر په قرنونو
بېچاره كلوپاترا سوه نا آرامه
له كلو چي به ويده واى په خوبونو
كه دا ښكلې ملكه هسي پرته واى
لكه قبر كي پراته دي نور وګړي
له هنر او له زرګر څخه بېغمه
په يوه كفن كي تللې واى د مړي
له قرنو وروسته به ولي زورېدلاى
پر قسمت به يې وخت ولي خندېدلاى
كه محبوب يې واى خبر له دغه رازه
او اسرار د زمانې ورښكارېدلاى
له خوښۍ به ورنه ورك د مځكي سر واى؟
كه له سرو سترګو به ويني ژړېدلاى
آ ! خوږې خواپاكي مځكي چي له زړه دي
په سپرلي كي شنه واښه راپورته كېږي
چي هم زه او زما محبوبه دواړه ومرو
د مرګي پيالې چي دواړو ته رسېږي
تر لحد مو خپله غېږه كه چاپېره
چي ويده سو تر قيامته په خوبونو
شنه واښه او ګل مو پورته له قبرو كه
پورته كېږي چي پر لور د اسمانونو

Conrad Aiken
Dead Cleopatra
DEAD CLOEPATRA lies in a crystal casket,
Wrapped and spiced by the cunningest of hands
Around her neck they have put a golden necklace
Her tatbebs it is said, are worn with sands.

Dead Cleopatra was once revered in Egypt �
Warm-eyed she was this princess of the south
Now she is very old and dry and faded
With black bitumen they sealed up her mouth.

Grave-robbers pulled the gold rings from her fingers
Despite the holy symbols across her breast;
They scared the bats that quietly whirled above her.
Poor lady! She would have been long since at rest.

If she have not been wrapped and spiced so shewdly,
Preserved, obscene, to mock black flights of years.
What would her lover have said, had he foreseen it?
Had he been moved to ecstasy of tears?

O sweet clean earth from whom the green blade cometh!
When we are dead, my best-beloved and I,
Close well above that we may rest forever,
Sending up grass and blossoms to the sky.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery