مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د زړه درد


د زړه درد مې لازياتېږي حيرانېږم
له دې خپلې بې خبرۍ نه، نه خبرېږم

ستا د زړه د تور توپانه نه ډارېږم
زه پښتون يم د ننګ اور کې خوشالېږم

د خپل وار چې منتظر وم وار زما دى
او زما د وار نه ټول جهان اګاه دى

ما کلونه ستا تر جبر لاندې تېر کړل
تا بچي مې د اولس يتيمان ډېر کړل

ولې تا د پښتون دا روايت هېر کړل
دښمنانو کله هم پښتانه زېر کړل؟

ګورئ ورونو دى چې نن زما په خوا دى
ده ويل به دا کافر د پښتونخوا دى

نن زړګى مې د پښتون په درزېدو دى
چې له خوبه مې هر ځوان په ويښېدو دى

له وطنه مې دښمن په تښتېدو دى
کړئ پرې چغې اباسين په خندېدو دى

په چمن کې چې هر ګل يې په خندا دى
اى فيروزه دغه ښکلى وطن ستا دى.

فيروزشاه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery