مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

زما د هيلو سره ګلان بيا په خندا ښکاري
ځکه رقيب بيا په غمو کې په ژړا ښکاري

خمونه تش جامونه تش دي د يارانو زموږ
ځکه خو ورانه ميخانه نن خوا په خوا ښکاري

کله چې کېږدي په چمن کې قدم مينه زما
د ګل په ښکلو ښکلو سترګو کې حيا ښکاري

نن مې په لاس کې د ساقي پياله د مى وليده
ځکه شراب راته جامو کې په نڅا ښکاري

کله چې ګورم د اشنا سترګو ته مينه باندې
په کې اميد او سور ارمان مې د سبا ښکاري.

زهره څپه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery