مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

چې د وينو مې ښکاره سره فوراه شي
غير ددې نو اى دلبره څه چاره شي

دا پرهر دې په تصوير کې د خيالونو
که د هيلو غوټۍ خاندي راښکاره شي

اى د مينې رقيبانو ځان ته ګورئ
دا کارونه به د خلکو تماشه شي

نښه شوى چې وي تير کې د اهونو
رنځېدلى، در په در او اواره شي

چې ښکاره شوه زما اوښکو کې شوه پټه
ارماني يمه ترڅو چې دوباره شي

صبر نه لرم په عشق کې نه پوهېږم
په دې کار کې مې زړګى پاره پاره شي

که ته يو ځلې نظر وکړې دلبره!
د جمشيد ځاى به تابوت نه ګهواره شي.

جمشيد

١٣٦٦/١٠/٢١
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery