مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يادښت



اوس زموږ د هېواد د ادبياتو په نړۍ کې د ادب ځوانې غوټې غوړېږي او د شعر چينې خوټېږي، چې دا کار زموږ له هيلو ډکو زړونو ته خوښي وربښي، د (هيلې) په نوم د شعرونو دغه جونګ چې ستاسو په لاس کې دى، د ګلبڼ د تنکيو سرو غونچو د خندا يوه څپه ده، چې په غوړېدو به يې زموږ اميدونه تازه او تنده به مو پرې ماته شي.
د نوي او زاړه ادب ترمنځه د نږدېوالى غټه وسيله او رابطه هم داده، چې د ځوانو شاعرانو تازه اشعار د چاپ ډګر ته راووځي، په دې لړ کې غواړو، چې د قبايلي ځلميانو د اشعارو خوږه مجموعه، چې د ښاغلي اسمعيل له خوا راټوله شوې ده او د کوزې پښتونخوا ځوان شاعر ان يې هم له ياده نه دى ايستلي، د قدر وړ بولو.
د ا. ځ. د. س. مرکزي کمېټه به په راتلونکي کې هم د لرې او برې پښتونخوا، د ځوانو شاعرانو او ليکوالو د استعدادونو د غوړېدلو په هيله، د داسې شان مجموعو په خپرولو کې خپل هاند او هڅه ونه سپموي.
په دې هيله چې زموږ د ادبياتو په ګلبڼ کې د ځوانو شاعرانو ګرمه وينه وچلېږي، خپلې خبرې پاى ته رسوم.

په درنښت
د ا. ځ. د. س. مرکزي کمېټه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery