مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د وطن هجر

چې افغان له بل افغان نه جدا کېږي
د نفاق ډيوه به نوره هم بلېږي

نو راځئ ورونو راځئ چې سره يو شو
په بېلتون باندې وطن ټول خرابېږي

د ورورۍ لاسونه ورکړئ وطنوالو
په ورورۍ باندې هر څه زموږ جوړېږي

بل د جنګ لمبې د عشق په اوبو مړې کړئ
د ژوندون جرس په دغه ښه غږېږي

دغه خوږ وطن ته راشئ عطا وايي
چې دا خوږ وطن په هجر کې کړېږي

عطامحمد