مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

د هجران په تورو شپو کې ما ژړل
په اهونو اسوېلو کې ما ژړل

ته د چا شې د رقيب شې که زما
ټوله شپه په دې سوچو کې ما ژړل

بې له هجره څه دى کار د مينانو
د وصال په اندېښنو کې ما ژړل

اشنا څنګه بې خبر وې زما له حاله
چې په اوښکو شوګيرو کې ما ژړل

ته د چا د وربل ګل يې نه پوهېږم
ستا په ياد ترخو شېبو کې ما ژړل.


ساجده عبدالله ميلاد


غزل

ټوله شپه غم د جانان مې ژړوي
تورې سترګې اوچت شان مې ژړوي

په ژړا او په غمو شوه ځواني تېره
هر يو دم غم د هجران مې ژړوي

د احساس د اور په غېږه کې لوبېږم
د يتيم څيرې ګرېوان مې ژړوي

ټول عالم شو خبر دار زما له مينې
چې خبر نه دى جانان مې ژړوي

زما مينه زما هيله زما ژوند دى
ستا يادونه ستا ارمان مې ژړوي.

ساجده عبدالله ميلاد
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery