مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

په زړه پر هار دى راله خوب نه راځي
خپه دا خوار دى راله خوب نه راځي

شېبې د شپو چې په راتلو شمېرمه
لرې يې شمار دى راله خوب نه راځي

طبيبه ستا د راتلو لارې څاري
روح مې بيمار دى راله خوب نه راځي

لارې پردۍ دي په هر لور چې ګورم
پردېس نګار دى راله خوب نه راځي

د شپو تندي کې چې رڼا ښکارېږي
راروان يار دى راله خوب نه راځي.

فريده هوډ