مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښايست اثر

چې سترګې د يار ګورمه جامونه راپه ياد شي
و مخ ته يې نظر کړم سره ګلونه راپه ياد شي

د سترګو په کتو يې زه بې خوده په نشه شم
چې شونډو ته يې ځير شم سره لالونه راپه ياد شي
دا حسن دا ښکلا او دا جمال چې د يار ګورم
دا ښکلې پوښتنې دا اسمانونه راپه ياد شي
دا تورې زلفې ګورمه په څټ يې را اړولي
ميدان د پاړوګرو کې مارونه راپه ياد شي

ښايسته دا دنګه ونه دې مثال د تنکۍ لښتې
اثر يې په ما زيات دى چې شعرونه راپه ياد شي.

ملالۍ ساپۍ

١٣٦٤ل کال 
توده مينه

که مينه غواړې د وطن مينه درنه مينه ده
تر ډېرو ښکلو د وطن مينه ښايسته مينه ده

دا هسې مينه ده چې هېڅ يې هېرولى نه شم
زموږ د ګران وطن سپېڅلې پښتنه مينه ده

د وطن مينه کې وفا ده اى پښتونه وروره
ژر شه وردانګه دا د حورو عجيبه مينه ده

په مينه سرور کول دا د هر مين دنده ده
د خپلواکۍ ټينګول زموږه ديرينه مينه ده

رب نه مې غوښتي چې په دې مينه کاميابه شمه
د ملالۍ له جوشه ډکه دا توده مينه ده.

ملالۍ ساپۍ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery