مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کاږه کاته

پتنګه! عشق ته په لمبو وګوره
شمعې! ژړا ته په نخرو وګوره

دلته د ناز په خوبو سر نه شې ته
د مينې کور ته په درنو وګوره

کاږه کتل په سترګو ونه کړې ته
ليلا ښايست ته د پښتو وګوره

نظر د بدو په زړه څله ساتې
دا هديره د پښتنو وګوره

لري غيرت پښتون په سر کې همېش
جېل ته روان په زولنو وګوره

دلته مېړانه د خوشال پرته ده
دا له غيرت ډکه زانګو وګوره

دا د پښتو د حسن ډکه کلا
يو ځلې بيا په تاريخو وګوره.
لعل پاچا