مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ملت

څنګه په سوچو يې کړم ناز دې له خندا سره
جوړ له لوړو غرو يې کړم ناز دې له خندا سره

نن چې د اغيار پلو، سترګو کې موسکى شولې
دود د سپېلنو يې کړم ناز دې له خندا سره

څيرې ګرېوان، وينې مې خپل، پردى، اشنا او يار
شمار په لېونو يې کړم ناز دې له خندا سره

سرې سترګې مې نه ګوري، نښه د عمرو شوګير
ډوب په نيمو شپو يې کړم ناز دې له خندا سره

هېڅ په خود کې نه يمه، ګرځم بېګانه له ځان
خدايږو د پردو يې کړم ناز دې له خندا سره

څه چارې دې وکړې را، وړم چې ناز د کس ناکس
څنګه بې پښتو يې کړم ناز دې له خندا سره

اوس نو راته خانده ته، څو چې دې هوس کېږي
سر په زنګونو يې کړم ناز دې له خندا سره

دا په بېکسيار باندې، ستا منت د عمر شو
ګډ په غزلو يې کړم ناز دې له خندا سره.

عبدالمالک بېکسيار

غزل

راګوري چې قدم ږدمه په څوکو د ازغو
پرهر د زړګي سم ږدمه په څوکو د ازغو

سپرليه چې بيا نه کړې ګل په وينو کې غرقاب
ورځمه پرې قسم ږدمه په څوکو د ازغو

چې هر وارې درګورمه اشنا زخمي سينه
د ګل په څېر هردم ږدمه په څوکو د ازغو

لا اوس هم په نظر ويشتلى زړه وايم چې روغ
ساده يمه ملهم ږدمه په څوکو د ازغو.

رقيبه د ارمان څلي ته خېږم بېکسيار
خپل ژوند کې يو وخت هم ږدمه په څوکو د ازغو


عبدالمالک بېکسيار


د خيال په څڼو

ګوره زړه د خيال په څڼو مه زانګه
هسې د وصال په څڼو مه زانګه

ستړى تصور مې درختى نه شي
بس نو د هلال په څڼو مه زانګه
غېږ کې به دې خدايږو که څوک ونيسي
هسې د وبال په څڼو مه زانګه
ځنډ به دې نظره وهي ګرد غوندې
ګلې د مسال په څڼو مه زانګه

روغ يې بېکسياره کړې په مړو حساب
ډېر د چاپېريال په څڼو مه زانګه.


عبدالمالک بېکسيار

د هوس په شونډو

تا د سرو ګلو په ساحل کې
د وږمو په اوږو
سرې تلې ايښې نرمې
او د غوټو په ژبه
د څپو مستې نغمې
تکرار وي په ناز ناز
او
د انکار په سترګو برندې برندې
ګوري اوبه اوبه
مينو زړو کې
د ستړو هيلو پښېمان جهيل ته
او لکه شوي چې وي
د خوشالو جام له ازله يو د تا په برخه
په لاهو شوو
باندې خاندې د هوس په شونډو


عبدالمالک بېکسيار
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery